نړیوال کریکټ

انګلنډ لوبډلي دسریلانکا خلاف راتلونکي ټیسټ ته لوبډله اعلان کړه

انګلنډۍ لوبډله اوس په سویلي افریقا کي ده. او هلته دري اړخیزه لوبلړۍ لري چي د ټیسټ لوبو سریز انګلنډ وګاټه، د یوورځنیو لوبو سریز مساوي او د شل اوریزو لوبو سریز سبا پیلیږي. چي ددي لوبو وروسته انګلنډۍ لوبډله د سریلانکا ته د دوو ټیسټ لوبو لپاره ځي. ددي دوو لوبو لپاره انګلنډۍ لوبډلي نن لوبډله اعلان کړه. چي جوني بیرسټو او معین علي ته لوبډله کي چانس ندی ورکول سوی. که څه هم مخکي دوي جیمز انډرسن دپښتۍ دخوږ له امله، جوفرا ارچر د څنګلي دخوږ له امله او روري برنز دلاسه ورکړي او داغه رنګه عادل رشید په خپله خوښه نه لوبيږي. ددوي پرځاي یي بین فوکس او کیټن جیننګس ته لوبډله کي چانس ورکول سوی دی. همدارنګه یي مارک ووډ او سټورټ بروډ هم لوبډله کي نیولي. جیک لیچ مخکي د مریضۍ له امله دسریلانکا خلاف نه وو اخستل سوی اوس به د ډوس بي او میت فارکنسن سره د سپین بالینګ تشه ډکوي. ځکه سریلانکا کي کرار توپ اچونکئ دلوبډلي

اصلي کیلۍ ده. فوکس دوه کاله دمخه د هغه سریز غوره لوبغاړۍ ټاکل سوی و کوم چي انګلنډ ۰-۳ ګټلی و. داغه رنګه جوس بټلر به د جوني بیرسټو پرځاي لوبډله کي ویکټ ساتونکئ وي. معین علي پاکستان سوپر لېګ کي دلوبیدو پخاطر لوبډله کي نه لوبیږي او عادل رشید غواړي لومړی فرسټ کلاس لوبي وکړي او بیا ټیسټ ته مخه کړي. په انګلنډۍ لوبډله کي لوبډل مشر: جوي روټ لوبډل مشر، ډوم بیس، سټورټ بروډ، جوس بټلر، ذک کرولي، سام کرن، جوي ډینلي، بین فوکس، کایټن جیننګس، جک لیچ، میتیو فارکنسن، اولي پوپي، ډوم سبلي، بین سټوکس، کرس ووکس او مارک ووډ. یاد سریز د راتلونکي مارچ میاشتي په ۱۹مه پیلیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې