
افغانستان کریکټ ملي لوبډله د هند پر لور روانه شوه
د افغانستان کریکټ ملي لوبډله نن ۱۰ بجې د هندوستان هېواد پر لور ولاړه. د یادولو وړ ده چې افغان کریکټ ملي لوبډله به په راتلونکي مارچ میاشت کې له ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې سره درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي چې د همدغو سیالیو د بشپړ چمتووالي لپاره د هندوستان هېواد ته ولاړه. دغه سیالۍ به په هند کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شي.

له دې وړاندې ټاکل شوي وه، چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې به ایرلنډ د افغان لوبډلې کوربه توب وکړي خو د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې په ۲۰۲۰ کال کې یادې سیالۍ د مالي ستونزو له امله لغوه اعلان کړي چې تازه بیا یې افغان لوبډلې د درې شل اورېزو لوبو کوربه توب ته چمتو ده.
تر اوسه د افغان لوبډلې سفر په تړاو افغانستان کریکټ بورډ څه نه دي ویلي. بل لوري ته د افغان لوبډلې پیاوړي لوبغاړي شفیق الله شفیق باندې د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې قانون له امله د نامعلومې نیټې پورې بندېز ولګېد.