نړیوال کریکټ

آی سي سي د نړیوال جام لوبډله اعلان کړه

د نولس کلنو نړیوال جام په سویلي افریقا کي ترسره سو. چي پرون پکښي بنګله دیش هند ته ماته ورکړه او په لومړي ځل دجام ګټونکي سوه. مخکي هندۍ کریک بز ویب پاڼي دیاد جام لپاره خپله لوبډله اعلان کړه. او اوس تازه ای سي سي هم دیاد جام غوره لوبډله اعلان کړل، چي پکښي د دوو افغان لوبغاړو نومونه هم راغلي دي. په یاده لوبډله کي لوبډل مشر او ویکټ ساتونکی بنګالی اکبر علي راغلی نوموړي په یاد جام کي دمنډو جوړونکو ترڅنګ غوره لوبډل مشر هم و. نوموړي ۶ لوبو ۴ اننګزونو کي یواځي ۶۹ منډي جوړي کړي چي کومه سلیزه یا نیمه سلیزه یي نه درلوده. خو ۵ کیچونه او یو سټمپ یي ترسره کړی. بل پیلونکی هندی

لوبغاړۍ اتلس کلن یاشاسوي جیسویل دی چي خپله لوبډله یي تر پایلوبي ورسول. نوموړي شپږو لوبو کي له ۴۰۰ ډیري منډي وکړي چي یوه سلیزه او ۴ نیمه سلیزي پکښي شاملي وي. بل لوبغاړئ افغان پیلونکی توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ و؛ افغان اتلس کلن لوبغاړي ددي جام په ۵ لوبو کي ۲۴۰ منډي جوړي کړي چي پکښي ۳ نیمه سلیزي شاملي وي. بل سریلانکایي لوبغاړۍ رویندو رسنتا دی. رسنتا راسته لاسۍ توپ وهونکی دی چي ددي جام په شپږو لوبو کي یي ۲۸۶ منډي جوړي کړي چي پکښي یوه سلیزه او یوه نیمه سلیزه شاملي وي. او ددي جام په مخکښ منډو جوړونکو کي دویم و. او داغه رنګه بل لوبغاړۍ بنګله دیشی محمدالحسن جوی دی، چي ددي جام په شپږو لوبو کي یي ۱۸۶ منډي جوړي کړي او غوره منډي جوړونکو لیست کي شامل و. بل ځوان لوبغاړۍ چي په یاد نوملړ کي یي نوم ذکر سوی بنګله دیشی شهادت حسین دی نوموړي دخپلي لوبډلي په ګټه ښه توپ وهنه کړي وه. همداراز بل ځوان لوبغاړۍ ویسټ انډیزی نیم یانګ دی. نولس کلن راسته لاسۍ نیمه تیز توپ اچونکی نیم یانګ یاد جام کي د خپلي لوبډلي په ګټه ښه توپ اچونه کړي وه. بل لوبغاړۍ اتلس کلن ځوان افغان لوبغاړۍ شفیق الله غفاري و. نوموړي دافغان لوبډلي په ګټه ۵ لوبو کي ۱۶ لوبغاړي وسوځول. چي دیاد جام په غوره ویکټ اخستونکو کي پر دویم مقام و. همداراز بل ځوان استعداد روي بشنوي و. ۱۹ کلن هندی لیګ بریک توپ اچونکی بشنوی د هند په ګټه ۶ لوبو کي ۱۷ لوبغاړي وسوځول. داغه رنګه بل نیمه تیز توپ اچونکی کارتیک تیاګي دی. ۱۹ کلن هندی توپ اچونکي تیاګي ۶ لوبو کي دهند په ګټه ۱۱ لوبغاړي وسوځول. او وروستی لوبغاړۍ ویسټ انډیزی جیډن سیلز و نوموړي د ویسټ انډیز لپاره ۶ لوبو کي ۱۰ مخالف لوبغاړي وسوځول او د ای سي سي په یوولس کسیزه لوبډله کي شامل سو. یاده لوبډله د آی سي سي له لوري د یاد جام له پایته رسیدو سره سم اعلان سول.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې