نړیوال کریکټ

پاکستان ټیسټ کي بنګله دیش مات کړ

بنګالۍ لوبډله د دري اړخیزه لوبو لپاره پاکستان ته تللي. چي د شل اوریزو لوبو سریز ۰-۲ پاکستان وګاټه او د ټیسټ لوبو دلړۍ لومړۍ لوبه هم پاکستان وګټل. د لوبي پچه پاکستانۍ لوبډلي وګټل او دتوپ اچوني پریکړه یي وکړه. چي بنګله دیش لوبډلي لومړۍ پاڼۍ کي د ټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۲۳۳ منډي جوړي کړي چي بنګله دیش ته متهون ۶۳ ترنورو ډیري منډي وکړي اوپاکستان ته شاهین اپریدي ۴ لوبغاړي وسوځول. ورپسي پاکستان توپ وهنه پیل کړه چي په ۱۲۲،۴ اورونو کي دټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۴۴۵ منډي جوړي کړي چي بابر اعظم ۱۴۳ ، شان مسعود ۱۰۰، حارث سهیل ۷۵ او اسد شفق ۶۵ منډي جوړي کړي. بنګله دیش ته ابوجید او روب الحسین ۳-۳ لوبغاړي وسوځول. چي پاکستان ۲۲۲ منډي له بنګله دیش څخه مخکي سو او بنګله دیش خپله دوهمه پاڼۍ کي د نسیم شاه د هټریک په واسطه خپل لوبغاړي ژر دلاسه ورکړه اولوبه یي په یوه اننګز او ۴۴ منډو بایلوده. دلوبي غوره لوبغاړۍ نسیم شا سو چي دهټریک ترڅنګ یي یاده لوبه کي ټول ۵ لوبغاړي سوځولي وه. یاده لوبه په راولپنډۍ کي ترسره سول. ددوي ترمنځ د دوهمي ټیسټ لوبي مخکي یوه یو ورځنۍ لوبه د اپریل میاشتي په درېیمه او بله ټیسټ لوبه د اپریل په پنځمه ترسره کیږي.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې