افغانستان کریکټ

سنرایزر حیدرآباد لوبډلې خپل نوی پلان اعلان کړ!

هندوستان غوره لیګ د 2020 کال پړاو پیل کیدو دمخه، سنریرز لوبډلې د لوبغاړو لست او لوبډلې د جوړولو کار بشپړ کړ. هغه لوبغاړي چې دوی اخیستي دي، خورا استعداد لرونکي دي. او د کرکټ په نړی کې زیاته مشهورتیا لري، په ځانګړي توګه د آی پی ایل په سیالیو کې لوبیږي. د محمد نبي او راشد خان په څیر تجربه لرونکي اسپنرانو تر څنګ د بلی سټاینلایک، نټراجن او سندیپ شرما په څیر لوبغاړي لري. د دوی کپتان کین ویلیمسن به د کوچ ټام موډي او لکشمن سره د لیګ په جریان غورن او ګټورې مشورې سره تبادله کړي،
د دې سربیره باصلاحیته ترکیب غوره کول او  د وضعیت او پیچ شرایطو مطابق لوبې کول د دوي په نوي پلان کې شامل دي، خو یوازینی شی چې دوی یې اندیښمن کړي دي، د بهونیشور کمار نشتوالی دی! ممکن کمار د دوی په ټولو لوبو کې له دوی سره نه وي. ځکه چې هغه د تیر کال ټپ له امله تر اوس کړیږي. بهونیشور د کلونو راهیسې د سنرازرس حیدراباد لوبډلې د بالینګ لاین یو غښتلی لوبغاړی دی، او په لوبډله کې ټولو ځوانانو لپاره لارښود دی، کوم چې د دوه ځله ارغواني خولی(زیاتو ویکټو خولی) ګټونکي تیز بالر دی!

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې