نړیوال کریکټ

دنړیوال جام په یوولس کسیزه لوبډله کي دافغان لوبغاړي

دنړۍ دځوانو لوبغاړو ترمنځ د نولس کلنو نړیوال جام د بنګله دیش په بریا پایته ورسېد. یاد جام چي په سویلي افریقا کي ترسره سو، بنګله دیش نولس کلنو هند نولس کلنو ته په ماتي یاد جام په لومړي ځل په خپل نوم کړ. پدي جام کي ډیرو ځوانو لوبغاړو خپلي وړتیاوي وښودي او خپله لوبډله یي تر بریا ورسول. چي کریک بز هندۍ ویب پاڼۍ هغه یوولس کسیزه لوبډله اعلان کړي چي یاد جام کي یي ښه کارکردګي درلوده.

لومړی لوبغاړۍ هندی اتلس کلن یاشاسوي جیسویل دی چي خپله لوبډله یي تر پایلوبي ورسول. نوموړي شپږو لوبو کي له ۴۰۰ ډیري منډي وکړي چي یوه سلیزه او ۴ نیمه سلیزي پکښي شاملي وي. چي هره لوبه کي یي دمنډو جوړولو اوسط له سلو پورته او ۱۳۳،۳۳ و. بل لوبغاړئ افغان پیلونکی توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ و؛ نوموړي مخکي له دي جامه دافغانستان په ملي لوبډله کي ۶ لوبي کړي وي او په دي جام کي دافغانستان لپاره یو ښه پیلونکۍ توپ وهونکۍ و. نوموړي ۵ لوبو کي ۲۴۰ منډي جوړي کړي چي پکښي ۳ نیمه سلیزي شاملي وي. اودمنډو جوړولو اوسط یي ۶۰ و. همداراز بل ځوان استعداد سریلانکایي رویندو رسنتا و؛ رسنتا اتلس کلن توپ وهونکی دی چي یاد جام کي یي دخپلي لوبډلي په ګټه ۶ لوبو کي ۲۸۶ منډي جوړي کړي. چي پکښي یوه سلیزه او یوه نیمه سلیزه شامله وه. دمنډو جوړولو اوسط یي ۷۱،۵۰ و. بل ځوان توپ وهونکۍ دکوربه هیواد سویلي افریقا څخه برایس پرسنز دی؛ نومړی چپ لاسی توپ وهونکی و چي دخپلي لوبډلي لپاره یي ۶ لوبو کي ۲۶۵ منډي جوړي کړي چي پکښي یوه سلیزه او یوه نیمه سلیزه شامله وه. او دمنډو جوړولو اوسط یي ۴۴،۱۶ و. او ترڅنګ یي په دي جام کي دتوپ اچوني په برخه کي ۵ لوبغاړي سوځولي وه. بل ځوان لوبغاړۍ له زمبابوي څخه ایمانویل باوا و. که څه هم یاد جام کي زمبابوي لوبډله په ۱۱ م مقام سوه خو باوا د خپلي لوبډلي په ګټه ښه توپ وهنه وکړه. نوموړي ۶ لوبو کي ۲۳۹ منډي جوړي کړي چي پکښي یوه سلیزه او یوه نیمه سلیزه شاملي وي. او دمنډو جوړولو اوسط یي ۵۹،۷۵ و. بل ځوان نیوزلینډی ۱۷ کلن دمنځنۍ برخي توپ وهونکۍ بخیم ویلر- ګرینال و چي ۵ لوبو کي یي ۱۸۶ منډي جوړي کړي چي پکښي دوه نیمه سلیزي شاملي وي. اودمنډو جوړولو اوسط یي ۶۲ و. همداز یي آف بریک توپ اچونه هم وکړه چي کومه ویکټه یي ترلاسه نکړه مګر دمنډو ورکولو اوسط یي ۴،۶۰ و. بل ځوان لوبغاړۍ بنګالی ویکټ ساتونکی لوبډل مشر اکبر علي و. نوموړي دخپلي لوبډلي لپاره دښي توپ وهني اوښه ویکټ ساتني ترڅنګ ښه لوبډل مشري هم وکړه. نوموړي ۶ لوبو ۴ اننګزونو کي یواځي ۶۹ منډي جوړي کړي چي کومه سلیزه یا نیمه سلیزه یي نه درلوده. خو ۵ کیچونه او یو سټمپ یي ترسره کړی و. بل ځوان لوبغاړۍ اخیل کومار و؛ که څه هم کاناډایي لوبډله پر ۱۳ م مقام سول مګر نوموړي دخپلي لوبډلي په ګټه ښه توپ اچونه وکړه چي ۵ لوبو کي یي ۱۶ لوبغاړي وسوځول او غره توپ اچونه یي دجاپان خلاف د ۴۶ منډو مقابل کي د ۶ لوبغاړو سوځول و او داغه رنګه توپ وهنه کي یي ۱۲۱ منډي جوړي کړي. بل ځوان لوبغاړۍ هندی روي بیشنوي و؛ دغه نولس کلن توپ اچونکي دهندۍ لوبډلي لپاره غوره توپ اچونه وکړه چي ۶ لوبو کي ۱۷ لوبغاړي وسوځول چي غوره توپ اچونه یي د ۴ منډو مقابل کي د ۵ لوبغاړو سوځول و. همداراز بل ځوان چپ لاسۍ ورو توپ اچونکۍ ۱۷ کلن بنګالی لوبغاړۍ رقیب الحسن دی. نوموړي ۶ لوبو ۵ اننګزونو کي ۱۲ لوبغاړي وسوځول. او غوره توپ اچونه یي د ۱۹ منډو مقابل کي د ۵ لوبغاړو سوځول و. وروستی ځوان لوبغاړۍ دهندۍ لوبډلي ۱۹ کلن تیز توپ اچونکۍ کارتیک تیاګي دی. نوموړي مخکي له دي جامه په فرسټ کلاس او لیست اي لوبو کي ښه توپ اچونه کړي وه او په یاد جام کي هم دپام وړ لوبغاړۍ و. نوموړي ۶ لوبو کي ۱۱ لوبغاړي وسوځول چي ښه توپ اچونه یي د ۲۴ منډو مقابل کي د ۴ لوبغاړو سوځول و. داهغه یوولس کسیزه لوبډله وه چي کریک بز ویبپاڼۍ د یاد جام څخه غوره کړي وه.
راپور: نذیراحمد منتظر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې