دلوبغاړو په اړه

جوفرا آرچر د سری لانکا له سفر څخه بهر شو،

جوفرا آرچر د انګلینډ راتلونکی سفر سریلانکا ته او همدارنګه د 2020 ای پی ایل سیالیو کې له لوبډلو ګوښه شوی،پر ده باندې دا بندیزونه وروسته له هغه لګیږي چې له معاینې وروسته یې د ښي لاس په څنګل کې د فشار کموالی لیدل شوی. آرچر ، چې د سویلي افریقا پروړاندې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې ټپي شوی و ، پاتې درې ټیسټ لوبو کې ونه لوبیده، چې انګلینډ 3-1 وګټله.هغه به اوس د انګلنډ کرکټ بورډ طبي ټیم سره د ټپ د بیا رغونې لپاره پاتې شي ترڅو د جون په میاشت کې د ویسټ انډیز په وړاندې د دریو لوبو ټیسټ سیریز لپاره اماده شي د انګلنډ کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي: ټاکل شوې ده چې انګلینډ د مارچ په پیل کې د دوه ټیسټ لوبو لپاره سریلانکا ته سفر وکړي. چې د همدې میاشتې په وروستیو کې به د آی پی ایل لیګ پیل شي. آرچر د راجستان رایلز لوبډلې مخکښ بالر دی خو اوس شاید د راجستان رایلز لوبډله د ارکر د  ځای ناستي په لټه کې شي. د

سویلي افریقا پر وړاندې د یو ورځینیو لوبو په پیل کې د آرچر ټپي کیدو په اړه د انګلینډ لوبغاړي ټام کورن، چې د راجستان رایلز لوبډله کې هم دی، وویل:”هغه د نړۍ یو پیاوړی لوبغاړی دی او دا به موږ خورا مایوس کړي چې له موږ سره نه وي! موږ د هغه د ژر روغتیا هیله کوو او بې له شکه چې هغه به ښه، غښتلی او غوره وي” هغه څرګنده ده چې په دې وروستیو کې یې ډیره توپ اچونه کړيده. که دا په دې باندې اغیزه ولري، زه نه پوهیږم په لاره کې ټپونه هم شته او بدبختانه د هغه لپاره هغه اوس یو ټپي شمیرل کیږي” کله چې له هغه وپوښتل شول چې د آرچر نه شتون د آی پی ایل په جریان کې د هغه لپاره څومره څومره په زیان دي؟ کران وویل: “زما په اند تاسو ته بهتره معلومه ده چې د هغه نه درلودل موږ مایوسه کوي، مګر په عین وخت کې به دا د نورو هلکانو لپاره فرصتونه هم خلاص کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې