
بنګله دېش نولس کلنو د نړیوال جام پایلوبې شهرت خراب کړ
پرون یکشنبه د نولس کلنو نړیوال جام د هند نولس کلنو او د بنګله دېش نولس کلنو کریکټ ملي لوبډلې ترمنځ ترسره شو. چې د بنګله دېش نولس کلنو کم عمره کریکټ ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره د نولس کلنو نړیوال جام ټرافي وګټله او هند ته یې په ۲۰۲۰ انډر ۱۹ نړیوال جام کې ماته ورکړه. د پایلوبې ګټلو وروسته یو شمېر کریکټ لوبغاړو د بنګله دېش کریکټ او د هغوی مینه والو ته په خپل ټوېټر اکاونټ، انسټاګرام او همدغه راز نورو ټولنېزو رسنیو باندې مبارکې ورکړه.

د یادولو ده چې د پایلوبې ګټلو وروسته د هندې او بنګله دېشي لوبغاړو ترمنځ شخړه رامینځته شوي وه. چې د کړکیچ په ترڅ کې یو ځل هندې لوبغاړی ورغی او له بنګله دېشي لوبغاړي سره یې په لوبغالي کې شخړه وکړه چې د لفظي شخړي وروسته د هندوستان کریکټ نولس کلنو ملي لوبډلې کوچ پارس المبري د خپلو هلکانو (هندي لوبغاړو) ارامولو لپار ورغی او هندې لوبغاړي یې د شخړې څخه وژغورل. چې ممکن دا پیښه د اي سي سي یا کریکټ نړیوالې شورا له لوري وڅیړل شې تر څو په ډاګه کړي چې کوم لوري د شخړې هڅه کړې ده او ممکن جریمه یې کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د کریکټ په لوبو کې داسې ورته پیښې رامینځته کېږي، په ځانګړي توګه د لفظي شخړې پیښې ډيرې لیدل کېږي په کریکټ لوبو کې له دې وړاندې هم داسې ورته شخړې رامینځته شوي دي.