دلوبغاړو په اړه

ورنون فلندر: د سوېلي افریقا په اداره کې ګډوډي زما د تقاعد پریکړې ګړندۍ کړې

د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې افسانوې لوبغاړی ورنون فلندر وایي، د سوېلي افریقا په کریکټ بورډ کې روانه ګډوډي زما د تقاعد پریکړې ګړندۍ کړې او ډېر ژر به له کریکټ څخه تقاعد اعلان کړم نوموړی د لوبډلې څخه لرې پاتې شوې دی او همدا لامل دی چې هغه یې دې ته اړ کړ چې له لوبډلې څخه خپله لاره جلا کړې او پر سوېلي افریقا کریکټ بورډ یې ادغا وکړله.

ورنون فلندر د سوېلي افریقا لپاره ښه سیالۍ ترسره کړې دي او د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې لپاره نوموړی خورا ښه ثابت شوی دی. په ځانګړې توګه ټېسټ کریکټ کې یې ډېره ښه کارګردګې ترسره کړې ده.
په هر حال هغه د سوېلي افریقا په کریکټ اداره کې د نوو بدلونونو په اړه نظر څرګند کړ او هیله مند دی چې په نوموړۍ اداره کې به د نوې بدلونونه د سوېلي افریقا کریکټ لپاره روښانه راتلونکی ولري، د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان ګریم سمیټ د سوېلي افریقا کریکټ بورډ لومړی رییس وټاکل شو.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې