نړیوال کریکټ

نسیم شا تر ټولو ځوان کرکټر چي ټیسټ کرکټ کي دهټریک ریکارډ جوړوي

بنګله دیش لوبډله د دري اړخیزه لوبو لپاره د پاکستان مېلمنه ده. چي تردي مهاله دشل اوریزو لوبو سریز د پاکستان په ګټه پاي ته رسیدلی.او اوس دټیسټ لوبو لړۍ جریان لري چي لومړۍ لوبه کي ځوان توپ اچونکي نسیم شاه هټریک وکړ. په لومړۍ پاڼۍ کي بنګله دیش ۲۳۳ منډي کړي وي چي پاکستان یي بدل کي ۴۵۵ منډي جوړي کړي، اوبنګله دیش یي ۲۲۲ منډي پوروړی کړ. بنګله دیش خپله دوهمه پاڼۍ پیل کړه چي پیل یي ښه و خو دنسیم شا په جالبي توپ اچوني ددوي دلوبډلي ملا ماته سوه. نسیم شا تر ټولو ځوان توپ اچونکی سو چي په ۱۶ کاله او ۳۵۹ ورځو عمر کي هټریک کوي، نوموړي شانتو، تاج الاسلام او محمدالله سرپه سر اوټ کړل چي دوه ايل بي ډبلیو او یوکیچ اوټ سول او تردی مهاله یي څلور بنګالي لوبغاړي سوځولي دي. یاده لوبه په راولپنډۍ کي روانه ده. شا تردي مهاله پاکستان لپاره ۴ ټیسټ لوبي کړي او ۱۳ لوبغاړي یي سوځولي دي.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې