افغانستان کریکټ

محمد نبي او کورنۍ یې عمرې پر لور حرکت وکړ

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر محمد نبي عیسخېل د عمرې د ادا کولو لپاره له خپلې کورنۍ سره ولاړ. پر ټولنېزو رسنیو د نوموړي او تر څنګ یې همدغه راز ماشومان لیدل کېږي چې د عمرې د ادا کولو لپاره یې چمتووالی نیولی دی او د عمرې پر لور روان دي.

محمد نبي چې د افغان لوبډلې لپاره ډیرې زیاتې سیالۍ ترسره کړې دي، او د افغان لوبډلې لپاره ښه ځلیدلی دی. نوموړی په یو شمېر تجارتې لیګونو لکه اي پي ایل، بي بي ایل، بي پي ایل، ویټالټي بلاسټ او همدغه راز یو شمېر نورو لیګونو کې لوبیدلی دی او ښه ځلیدلی دی.
محمد نبي عیسخېل چې دا مهال ۳۵ کاله او ۳۹ ورځو عمر لري. د افغان کریکټ ملي لوبډلې لپاره یې ۳ ټېسټ، ۱۲۴ یو ورځنۍ او ۷۴ شل اویرزې سیالۍ ترسره کړې دي چې په یو ورځینو لوبو کې یې ۲۷۹۶ منډي او په شل اورېزو سیالیو کې یې ۱۲۸۶ منډي جوړي کړي دي، خو په ټېسټ کریکټ کې یې ۶ اننګزه لوبولي دي او ۳۳ منډي یې جوړي کړي دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې