نړیوال کریکټ

له 2014 کال راهیسې لمړی ځل دی چې په یو ورځینیو لوبو کې نیوزلینډ له هندوستان څخه سیریز ګټي!

نیوزیلینډ په دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ کې هندوستان ته په  22 منډو ماتې ورکړه او د 2-0 په وړاندی یې د نه ماتېدونکي بریا سره د یو ورځینیو لوبو لړۍ وګټله.
هند د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. مارتین ګوپټیل او هنري نیکولس د 93 منډو ښه پیل ورکړ. چاهل د نیکولس مهمه ویکټ په 41 منډو اخیستلو سره دغه ملګرتیا ماته کړه. مارټین ګپټیل خپله چټکه پنځوسیزه پوره کړه خو هغه ونه شو کړای چې خپله سلیزه جوړه کړي او په 79 منډو وسوځېد. د هغه له ویکټ وروسته

نیوزیلینډ لوبډله تاوان ته لاړه. خو راس ټیلر 73  او کایل جیمیسن د 76 منډو ملګرتیا سرع وکولی شول جې هند ته د 273 منډو هدف ورکړي! د هند له لوري په ځواب کې ، (پرتوی شاه) ګړندۍ پیل وکړ او په دوه اورونو کې یې پنځه څلوریزې ووهلې خو مایانک اگروال یوازې 3 منډو جوړولو سره وسوځېد. شا ، کوهلي او راهول هم له دې وروسته ډیر څه ونه کړل او په 71 منډو کې هندوستان په لوی مشکل کې راغی. شرییاس اییر بریدګره توپوهنه پیل کړه خو هغه هم د پنځوس منډو وروسته وسوځېد. رویندرا جدیجا 52 او نویدیپ سینی 45 ملګرتیا هندوستان بیرته په  ښه والي راوستله خو دوی ونشول کولی لوبه پوره کړی او په 49 اوور کې هندوستان په  251 منډو وسوځید او لوبه او سیریز یې له لاسه ورکړ

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې