نړیوال کریکټ

عمران خان په پاکستان کې ټېسټ کریکټ ته خوښ دی

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی افسانوې لوبغاړی او پاکستان اوسنی وزیر اعظم عمران خان خوښ دی چې په هېواد کې یې د نږدې یوې لسیزې وروسته نړیوال کریکټ راستون شو. هغه په پاکستان کې د نړیوال کریکټ ټول فارمټونو ته خوښ دی.

هغه په خپل ټوېټر اکاونټ وړمه ورځ لیکلې وه، “زه پاکستان ته د بنګله دېش د کریکټ ټیم او په پاکستان کې د ټېسټ کریکټ بیا پیل کیدو هرکلی کوم.” د یادولو وړ ده چې پاکستان کریکټ ملي لوبډله به له بنګله دېش سره دوه ټېسټ سیالۍ ترسره کړي. له دې وړاندې سریلانکا له یوې لسیزې وروسته بیا په پاکستان کې ټېسټ کریکټ ترسره کړ.
د یادونې وړ ده چې پاکستان په دې وروستیو کې هڅه کوي تر څو نړیوال کریکټ بیرته یاد هېواد ته راستون کړې. بل لوري ته ټاکل شوي ده چې اسیا جام په پاکستان کې ترسره شې خو هندې لوبډله پاکستان ته د اسیا جام لپاره تګ ته زړه نا زړه ده.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې