دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سچن ټنډولکر ۲۵ کاله وروسته د ایلیس پیری سره مخ شو

د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې نوموتی لوبغاړی سچن ټنډولکر د اسټرالیاوي تېز بالر میچل سټارک میرمنې ایلیس پیری سره په بوشفیر کریکټ باش سیالیو کې د توپ وهنې په حال کې مخ شو نوموړي د ایلیس پیری سره یو اور سیالۍ ترسره کړله چې پکې یې یوه څلوریزه هم ووهله او همدغه راز نور بالونه یې د یوې منډي لپاره ولوبول.

د هند لیجنډ سچن ټنډولکر نن د یو اور لپاره له تقاعد څخه بهر شو، او د ایلیس پیری پر وړاندې یې یوه اوور سیالۍ ترسره کړله، چې موخه یې په اسټرالیا کې د اور ځپلو سره مرسته وه. دغه سیالۍ (بوشفیر کریکټ باش) دا خیریه لوبې دي چې په دې که به ګڼ شمېر وګړي مرسته کوي تر څو په اسټرالیا کې د اور له امله زیانمنو وګړو سره کومک وکړي.
په دغو خیریه سیالیو کې نن د ادم ګېل کرېسټ لوبډلې له ریکې پوینټینګ کریکټ لوبډلې سره سیالۍ ترسره کړله چې د ادم ګېل کرېسټ لوبډلې له ریکې پوینټینګ لوبډلې څخه په یوه منډه ماته ومنله.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې