نړیوال کریکټ

سویلي افریقا په ګلابي لباس کي ماته وخوړه

انګلستانۍ لوبډله د دري اړخیزه لوبو لپاره سویلي افریقا ته تللي. چي تراوسه یي له سویلي افریقا دټیسټ لوبو سریز ګټلی او دیوورځنیو لوبو سریز ۱-۱ مساوي سو. لومړۍ لوبه سویلي افریقا وګټل، دوهمه دباران له امله مساوي سوه او نن یي وروستۍ او درېیمه لوبه ترسره سول چي انګلستان په ۲ ویکټو وګټل. دلوبي پچه انګلستانۍ لوبډلي وګټل او دتوپ وهني بلنه یي سویلي افریقایي لوبډلي ته ورکړه. چي افریقایي لوبډلي داوو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۲۵۶ منډي جوړي کړي چي لوبډل مشر ډیکوک ۶۹، میلر هم ۶۹ ناسوځیدلي او سمتس ۳۱ ترنورو ډیري منډي جوړي کړي. اوپه انګلنډي توپ اچونکو کي عادل رشید ۳ لوبغاړي وسوځول. دهدف په تعقیب انګلنډ لوبډلي ښه پیل وکړ چي په ۴۳،۲ اورونو کي یي اتو لوبغاړو په دلاسه ورکولو هدف ترلاسه اولوبه یي وګټل. انګلنډۍ لوبډلي ته ډینلي ۶۶ او روټ ۴۹ تر نورو ډیري منډي جوړي کړي او په توپ اچونه کي هینډریکس او نګیډي ۳-۳ انګلنډي لوبغاړي وسوځول. پدي لوبه کي سویلي افریقایي لوبغاړو ګلابي رنګه لباس په تن کړی و. افریقایي لوبغاړي په کال کي یوه ځانګړي ورځ (د فبرورۍ نهمه) یاد لباس په تن کوي، هغه پدي خاطر چي یاده ورځ دوي د ښځو د سرطان سره دمخ نیوي پخاطر لمانځي. یاده ورځ د ۲۰۱۳ کال راهیسي سویلي افریقایان لمانځي او ګټلي پیسي یي په یادو مریضانو لګوي.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې