دلوبغاړو په اړه

د پریټی زینټا تازه څرګندونې د مجیب په اړه؛

د هندوستان د غوره لیګ IPL مخکښ کلب (ایلیون پنحاب) سپانسرې (پريټي زینټا) په تازه څرګندونو کې د مجیب په هکله وویل :مجیب هغه څوک دی چې سږ کال ای پی ایل کې به د پنجاب لوبډلې لپاره Match Changer (لوبه بدلوونکی لوبغاړی وي) اغلې پريټي زنټا وایي: په هیڅ صورت سره دا د دوی لپاره د منلو نده چې مجیب له پنجاب لوبډلې څخه جدا شي، البته که په ډیر لوړ قیمت هم وي! پریټی زنټا د مجیب د استعداد په اړه وايي چې مجیب هغه څوک دی چې د افغانستان نوم یې اوچت کړ. مجیب الرحمن چې په 2016 کال کې د نولس کلنو لوبډلې ته شامل شو، او د هماغه کال په نولس کالنو نړیوال جام کې یې غوره کارکردګي نندارې ته وړاندې کړه! هماغه وو چې په ډیر کم وخت د هندوستان غوره لیګ لپاره واخیستل شو! مجیب الرحمن په خپل جادوګر بالینګ سره وکولی شول چې د نړی لویو لویو لیګونو ته لار پیدا کړي. مجیب الرحمن اوسمهال په ,T20 BLAST,IPL,BBL,BPL,PCL لیګونو کې د لوبیدو غړیتوب لري!

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې