نړیوال کریکټ

د نیپال کوشال مالاله ترټولو کم عمره لوبغاړی شو چې نړیوالې ۵۰ منډي جوړي کړي

د نیپال کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړی کوشال مالاله ترټولو کم عمره کریکټر شو، چې د متحده آیالاتو پر وړاندې یې پنځوس منډي بشپړې کړي. هغه د آي سي سي مېنز کریکټ ورلډ کپ لیګ کې د شنبې په ورځ په یو ورځنۍ نړیواله کریکټ لوبه کې ۵۰ منډي وکړي، چې په دې سره تر ټولو کم عمره لوبغاړی وشمېرل شو چې په کم عمر کې یې ۵۰ منډي جوړي کړي.

کوشال مالاله په ۵۱ بالونو د متحده ایالاتو کریکټ لوبډلې پر وړاندې ۵۰ منډي وکړي. او د متحده ایالاتو لوبډلې ته یې په ۳۵ منډو ماته ورکړه. له کوشال مالاله سربیره سچن هم د کم عمره لوبغاړي په توګه ۵۰ منډو ریکارډ په خپل نوم ثبت کړی دی.
سچن ټنډولکر د ۱۶ کالونو او د ۲۱۳ ورځو په عمر کې په ټېسټ کریکټ کې د کم عمره لوبغاړي په توګه د نیمه سلیزي جوړولو ریکارډ لري، هغه دغه ریکارډ د پاکستان خلاف په ۵۹ منډو جوړ کړی وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې