نړیوال کریکټ

دنولس کلنو نړیوال جام پایلوبه هند دبنګله دیش خلاف

د نولس کلنو نړیوال جام چي سویلي افریقا کي د تیري جنورۍ میاشتي له ۱۷ مي پیل سوی نن یي وروستۍ او پایلوبه ترسره کیږي. چي ۱۶ لوبډلو پکښي په څلورو ګروپونو کي ګډون کړی و بیا له هغو څخه اتو کوارټرپاینل ته لار ومونده. چي له کوارټرپاینل څخه څلور لوبډلي نېمه پایلوبي ته ووتې. په نېمه پایلوبه کي هند پاکستان ته او بنګله دیش نیوزلېنډ ته ماته ورکړه او پایلوبي ته ووتل. چي پایلوبه نن ترسره کیږي. بنګله دیش په سي ګروپ کي او هند په اي ګروپ کي په لومړي مقامونو وه او تراوسه کومه ماته نلري. نو ځکه خو به دواړه لوبډلي د جام ترلاسه کولو لپاره خپل پوره قوت ازمایي. د بنګله دیش د نولس کلنو دا لومړی ځل دی چي پایلوبي ته ځان رسوي مګر هند نولس کلنو څو ځله داجام ګټلی دی. یاده پایلوبه نن د سویلي افریقا په پیچفسټروم ښار سینواس پارک کي په ۱۲:۳۰ بجي ترسره کیږي.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې