نړیوال کریکټ

تر هندۍ لوبډلې وروسته کوربه نیوزیلینډ هم جریمه شو

د هند او نیوزیلینډ ترمنځ په دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ په کومه کې چې کوربه نیوزیلینډ له میلمه هند څخه بریا ترلاسه کړه، خو له لوبې وروسته کوربه نیوزیلینډۍ لوبډله د لوبڅار یا امپایر له لوري جریمه شوه. نیوزیلینډۍ لوبډله له دې کبله جریمه شوه چې له ټاکلې وخت څخه یې زیات وخت پر توپ اچونې تېر کړ چې له کبله یې نیوزیلینډۍ لوبډله د لوبې ۶۰ سلنه جریمه شوه.

د کریکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، چې د ۲.۲۲ قانون پر اساس نیوزیلینډۍ لوبډلې درې اورونه په ځنډ یا ټاکلې وخت څخه وروسته بشپړ کړې دي چې د یاد قانون له مخې نیوزیلینډۍ لوبډله ۶۰ سلنه جریمه کړل شوه.
د یادولو ده چې نیوزیلینډۍ لوبډلې هم یاده جریمه منلې ده. له دې مخکې د هند کریکټ ملي لوبډله د کریکټ نړیوالې شورا له لوري د نیوزیلینډ سره د سیالیو پر مهال له ټاکلې وخت ور اخوا سیالۍ تر سره کړې وه چې په مسلسل ډول درې ځلې جریمه کړل شوه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې