نړیوال کریکټ

بنګله دیش په لومړي ځل نړیوال جام وګاټه

د نولس کلنو نړیوال جام په سویلي افریقا کي د ۱۶ لوبډلو ترمنځ ترسره سو. چي یادي لوبډلي په څلورو ګروپونو ویشل سوي وي. چي پکښي ډیرو ځوانو لوبغاړو خپلي وړتیاوي وښودلي. نن دیاد جام پایلوبه د دوو آسیایي لوبډلو بنګله دیش او هند نولس کلنو ترمنځ ترسره سول. دلوبي پچه بنګله دیش نولس کلنو وګټل اود توپ اچوني پریکړه یي وکړه چي په یاده پریکړه یي تر ډیره بریالۍ وه. چي دهند نولس کلنو په ۴۷،۲ اورونو کي د ټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۱۷۶ منډي جوړي او بنګله دیش ته یي ۱۷۷ منډي هدف وټاکه. هند ته جیسویل ۸۸ او ورما ۳۸ تر نورو ډیري منډي جوړي کړي. او بنګله دیش ته په توپ اچونه کي اویشک داس ۳ حسن ساکب او شراف الاسلام ۲-۲ هندي لوبغاړي وسوځول. ورپسي بنګالۍ لوبډلي توپ وهنه پیل کړه چي دپیل توپ وهونکو ښه پیل وکړ، مګر منځنیو لوبغاړو ښه لوبه ونکړه. داچي بنګله دیش هدف ته نژدي وو او فقط دوي ته ۱۴ منډي پاته وي ترڅو لوبه وګټي نو لوبه کي باران وسو چي بیا د DLS میتود له مخي لوبه ۴۶ اوریزه او هدف ۱۷۰ سوچي بنګله دیش ته ۶ منډي پاته وي او هغوي په اسانۍ ترلاسه او په لومړي ځل دنړیوال جام ګټونکي سوه. بنګله دیش ته پرویز حسین ۴۷ او اکبر علي ۴۳ منډي جوړي کړي. او هند لوبډلي ته روي بوشنوي ۴ او مشرا ۲ بنګله دیشي لوبغاړي وسوځول. په یاد جام کي ډیري منډي جوړونکی هندی جیسویل سو چي ۵ لوبو کي یي ۳۱۲ منډي جوړي کړي او ډیري ویکټ اخستونکئ لوبغاړې افغان ځوان توپ اچونکی په ۱۶ ویکټو شفیق الله غفاري ونومول سو.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې