نړیوال کریکټ

کوینټن ډیکاک د شل اورېزو لوبو لوبډلمشر وټاکل شو

د سوېلي افریقا کریکټ بورډ د یو ورځینو لوبو وروسته کوینټن ډیکاک د شل اورېزو لوبو لوبډلمشر هم وټاکه. له دې وړاندې نوموړی د انګلینډ خلاف د یو ورځینو لوبو لوبډلمشر ټاکل شوي وه خو اوس یې د شل اورېزو لوبو لوبډلمشر په توګه هم د انګلینډ خلاف وټاکه.

د یادولو وړ ده، چې په لوبډله کې د سوېلي افریقا پیاوړی لوبغاړی ډیل سټین هم نړیوال کریکټ ته یو ځل بیا راستون شو هغه د ټپ له امله د ډېر وخت راهیسې له لوبډلې څخه لرې وه چې د انګلینډ خلاف راتلونکې شل اورېز سریز کې شامل شوي دی د معلوماتو له مخې چې ډیل سټین اوس مهال روغ او جوړ دی. د سوېلي افریقا کریکټ بورډ عمومي رئیس وویل، “البته انګلینډ یوه سیاله لرونکې ډله اعلان کړې او موږ ډاډمن یو چې موږ داسې لوبډله لرو چې کولی شي دوی ته ماته ورکړې او مثبتې پایلې ترلاسه کړي.” هغه وویل مونږ به د شل اورېز نړیوال جام لپاره یوه غوره او پیاوړي لوبډله انتخاب کړو مونږ به اوس مهال د پیاړو لوبغاړو پیژندلو پروسه پیل کړو.
د سوېلي افریقا لوبډلې نوملړ: کوینټن ډیکاک (لوبډلمشر) ، ریزا هینډریکس ، ټیمبا باوما ، راسي وان ډیر دوسن ، ډیویډ میلر ، پیټ وان بلجون ، ډیوین پریټوریوس ، انډلي پیلوټویو ، جون-جان سموس ، بیوران هینډریکس ، تبریز شمسي ، لونګي نګیدي ، سیسندا مګالاین ، بورج کانګو ، ډیل سټین ، هینریش کلااسین.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې