دلوبغاړو په اړه

ډیلي سټین وروسته له یوکلن ځنډه سویلي افریقا لوبډله کي شامل سو

انګلستان د دري اړخیزه لوبو لپاره د سویلي افریقا مېلمه دی. چي د ټیسټ لوبو سریز د انګلستان په ګټه پایته ورسید، اوس د یو ورځنیو لوبو سریز جریان لري چي لومړۍ لوبه یي سویلي افریقا وګټل، دوهمه لوبه دباران له امله مساوي اعلان سول او درېيمه او وروستۍ یوورځنۍ لوبه سبا ترسره کیږي. ددي سریز وروسته دشل اوریزو لوبو لړۍ پیلیږي چي سویلي افریقا تازه یادو لوبو ته لوبډله اعلان کړه. چي پکښي ۳۶ کلن تیز توپ اچونکی ډیلي سټین یوځل بیا غوره سوی. سټین د سویلي افریقا له تجربه کاره تیزو توپ اچونکو څخه دی چي وروستۍ شل اوریزه لوبه یي د تیر ۲۰۱۹ کال د درېیمی میاشتي پر ۱۳ مه د سریلانکا خلاف ترسره کړي وه اوس دادی یوځل بیا دلوبډلي برخه سو. نوموړي سویلي افریقا ته په ۴۴ شل اوریزو لوبو کي ۶۱ ویکټي ترلاسه کړي دي. سویلي افریقا به درواني میاشتي په ۱۲ مه د انګلستان خلاف شل اوریز سریز پیل کړي. چي سویلی افریقا ورته دغه لوبډله اعلان کړيده: کوینټن ډیکوک لوبډل مشر، ریزا هنډریکس، ټیمبا باووما، وینډر ډوزن، ډیویډ میلر، ډواني پریټوریس، سمتس، انډیل پلکوایو، سی سنډا مګالا، پیټرس وان بیلجون، هینریک کلاسین، تبریز شمسي، لونګي نګیډي، بورن پورټون او ډیلي سټین.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې