دلوبغاړو په اړهلیګونه

پنځه کریکټران چې په ۲۰۱۹ کې یې د نورو لیګونو په پرتله په IPL کې ډیرې پیسې ګټلي

د هند غوره لیګ چې د نړۍ یو له سترو لیګونو څخه دی او په کې د نړۍ له هر ګوټ څخه لوبغاړي غوره کېږي او همدا شان د نورو لیګونو په پرتله یې پانګونه هم لوړه ده او په یاد لیګ کې هر لوبغاړی د نورو لیګونو په پرتله په اي پي ایل یا انډین پریمیر لیګ کې زیات عاید ترلاسه کوي. د کریکټ مشهورې وېبپاڼې کریکټریکر راپور ورکړی دی چې پکې یې پنځه کریکټران څرګند کړې دي چې له هند غوره لیګ څخه یې په ۲۰۱۹ کال کې زیات عاید ترلاسه کړې دي. دلته افغان کریک انفو وېبپاڼه کې به یې له تاسې سره د هغو لوبغاړو نومونه او مالومات شریک کړو چې د اې پې اېل څخه یې زیات عاید ترلاسه کړې دي په ۲۰۱۹ م کال کې لیکنه تر پای پورې ولولئ!

لومړی هم د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې افسانوې الراونډر انډر رسیل چې په ۲۰۱۹ کال کې یو شمېر لیګونو کې لوبیدلی دی لکه پاکستان سوپر لیګ کې د ملتان سلطانز لوبډلې لپاره، کاناډا شل اورېز لیګ کې د وانکوور نایټس لوبډلې لپاره، او همدغه راز یو څو سیالۍ یې کرابین پریمیر لیګ کې ترسره کړلې چې د دې ټولو لیګونو په پرتله هغه له اي پي ایل لیګ څخه زیات عاید ترلاسه کړې دي. هغه د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې له لوري په ۷ کروړه ساتل شوي وه. دویم هم کرېس لین دی چې د اې پې اېل سیالیو څخه یې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د نورو لیګونو په پرتله زیات عاید ترلاسه کړې دي کریس لین په بیګ باش لیګ لوبو کې د بریسبین هیټ لوبډلې سره د پنځو کلونو لپاره د یو ملیون ډالرو تړون لاسلیک کړ. په ورته وخت کې هغه د دې کال په پیل کې د ګلوبل شل اورېز یا کرابین پریمیر لیګ ترسره کړ هغه په اې پي ایل کې د کلکتې نایټ رایډرز لپاره لوبه ترسره کوله هغه د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو په جریان کې د اې پي ایل څخه ۹.۶ کروړه ډالر ترلاسه کړې دي. دريم هم وېسټ انډیزی پیاوړی لوبغاړی کېرون پولارډ دی چې د نورو لیګونو په پرتله یې زیاتې پیسې له اې پي ایل لیګ څخه په ۲۰۱۹ کال کې ترلاسه کړې دي په پیل کې ، هغه د بنګله دېش غوره لیګ (BPL) او د پاکستان سوپر لیګ (PSL) کې لوبیدلی و. په منځ کې بیا هند غوره لیګ کې ولوبېد او بیا په کاناډا شل اورېز لیګ (CPL) کې ولوبیده که څه هم دغه افسانوې لوبغاړی په پاکستان سوپر لیګ پلاټینم کټګورۍ کې دی چې نږدې ۱.۵ کروړه عاید ترلاسه کړ خو بیا هم هغه له اې پي ایل څخه زیات عاید ترلاسه کړ نسبتآ نورو لیګونو ته. څلورم هم اي بي ډویلیرز دی ډویلیرز په مۍ میاشت کې نړۍ حیرانه کړله، کله چې هغه له نړیوال کریکټ څخه د تقاعد اعلان وکړ. خو نوموړی به د نړۍ په نورو لیګونو کې برخه واخلي، په هر حال دغه پیاوړی لوبغاړی په یو شمېر لیګونو کې ولوبېد هغه تېر کال په سوېلي افریقا کې MSL لیګ کې ولوبېد چې په بنګله دېس تجارتې لیګ (BPL) کې هم ولوبېد او همدغه راز په پاکستان سوپر لیګ (PSL) کې هم ولوبېد. مګر هغه په نیمه کچه هم ګټه ترلاسه نه کړه څومره چې یې اې پي ایل لوبو کې ترلاسه کړې وه. نوموړی د ار سي بي لوبډلې یو کیلدې لوبغاړی دی نو له همدې کبله تېر کال په ۱۱ کروړه د رویال چېلنرز لوبډلې له ځانه سره وساته. که د ډویلیرز د BPL او PSL عایدات یو ځای کړې نو نږدې ۴۰۰،۰۰۰ او یا هم ۴۵۰،۰۰۰ ډالر عاید ولري چې 3-3.2 کروړه ډالر شاو خوا دي. پنځم هم افغان ګوګلي ماسټر افسانوې سپینر توپ اچوونکی راشد خان دی کوم چې په زیاتو لیګونو کې لوبیدلی او خورا ښه کارګردګې یې ترسره کړې ده، د راشد خان نوم په هغه پنځو لوبغاړو لیست کې راغلی چې په ۲۰۱۹ کې یې د نورو لیګونو په پرتله په IPL کې ډیرې پیسې ګټلي دي د کریکټریکر وېبپاڼې راپور له مخې راشد خان یو له هغو لوبغاړو دی چې په لیګونو کې یو منظم لوبغاړی دی. هغه سږکال په پیل کې د آسټرالیا دوبي په جریان کې د بیګ باش لیګ (BBL) لوبې ترسره کړې. او بیا راشد په انګلینډ کې د نړیوال جام دمخه د سنرایزرز حیدراباد (SRH) لپاره د آې پي ایل سیالۍ ترسره وکړې. په هر حال د ټولو شل اورېزو لیګونو عایدات د هغه د آې پي ایل عاید سره سمون نه خوري، افغان سوپر سټار ۹ کروړه عاید له اې پي ایل څخه ترلاسه کړې دي چې د نورو لیګونو په پرتله یې دلته زیات عاید ترلاسه کړې دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې