
پاکستان لوبغاړی ناصر جمشید د ۱۷ میاشتنې بند سره مخ شو
د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی د پیل توپ وهوونکی ناصر جمشید له دې امله د ۱۷ میاشتنې بند سره مخ شو، چې د کریکټ لوبو په جریان کې یې رشوت او درغلۍ ترسره کولې. نوموړی وړمه ورځ د فبرورۍ په ۷ مه نیټه په اسلام اباد کې د سپټ فکسینګ په یوه قضیه کې داخل وه، چې له امله یې اوس د ۱۷ میاشتنې ځنډ (بندیخانې) سره مخ شو.

په ناصر جمشید باندې ادغا شوې ده چې چې نوموړي په ۲۰۱۸ میلادې کال د سوپر لیګ سیالیو په جریان کې د پشاور زلمي او اسلام اباد یوناټیډ د دواړو لوبډلو ترمنځ په سیالۍ کې د ۳۰ زره برطانوې پونډو په مقابل کې، لوبغاړي دې ته هڅولې دي چې سمه کارګردګي ترسره نه کړي. د یادولو ده چې د ناصر جمشید سربیره دوه نور پاکستانې لوبغاړي د برطانوې پولیسو له لوري نیول شوي دي چې یو یې یوسف انور او بل یې اعجاز نومېږي. چې ناصر له ۱۳ میاشتو، اعجاز ۳۰ میاشتو او انور ۴۰ میاشتو بند سره مخ شو. د یادولو وړ ده چې وروسته دغه دری تورن کسانو د رشوت په جرم اعتراف کړې دی.
هېره دې نه وې پروسږکال جمشید د تحقیقاتو نه وروسته د پاکستان کریکټ بورډ د ادارې فساد ضد څانګې لخوا د ۱۰ کلنو لپاره له نړیوال او هر ډول کریکټ څخه منع کړل شو. ناصر جمشید پاکستان لپاره دوه ټېسټ، ۴۸ یو ورځنۍ سیالۍ او ۱۸ شل اویرزې سیالۍ ترسره کړې دي