دلوبغاړو په اړه

وېرات کوهلي یا سټیو سمت غوره دی؟ سچن ټنډولکر ځواب ورکړ

څوګ غوره توپ وهوونکی دی وېرات کوهلي یا سټو سمت؟ د هندوستان پخوانې افسانوې لوبغاړي سچن ټنډولکر چې د اسټرالیا هېواد ته له بل هندې لوبغاړي یوراج سینګ سره تللی دی. نو هلته له سچن ټنډولکر څخه وپوښتل شو چې څوګ ښه او غوره توپ وهوونکی دی، سچن ټنډولکر بیا په ځواب کې د دواړو لوبغاړو پرتله کولو څخه انکار وکړ او پر وینا یې چې دواړه ښه توپ وهوونکي دي.

سچن وویل، وېرات کوهلي او سټیو سمت دواړه د لیدلو وړ توپ وهنه ترسره کوي او دواړه ښه او پیاوړي لوبغاړي دي. ټنډولکر خبرو پر مهال وویل، زه پرتله کول نه خوښوم، له ما وړاندې هم دې ته ورته پوښتنې شوې دي مګر زه نه خوښوم چې لوبغاړي سره پرتله کړم. ټنډولکر د آسټرلیا د ماروس لیبشوګین ستاینه هم وکړه.
ټنډولکر د بوشفیر کریکټ باش لپاره په سډنې کې دی او هلته به د رکي پونټینګ الیون روزونکي دنده ترسره کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې