نړیوال کریکټ

نیوزلینډ هند ته په ماتي ورکولو سره سریز پخپل نوم کړ

هندۍ لوبډله نیوزلېنډ ته د شل اوریزو، پنځوس اوریزو او ټیسټ لوبو لپاره په اوږده سفر تللي. چي دشل آوریزو لوبو سریز پنځه صفر هند وګاټه او اوس دیو ورځنیو لوبو سریز جریان لري چي لومړۍ لوبه نیوزلېنډ په ۴ ویکټو وګټل. نن یي دوهمه یوورځنۍ لوبه ترسره سول. دنن لوبي پچه هند وګټل او د توپ اچوني پریکړه یي وکړه، چي نیوزلېنډ په ټاکلو ۵۰ اورونو کي د اتو لوبغاړو په سوځیدو ۲۷۳ منډي جوړي کړي. چي له ډلي یي ګوفټیل ۷۹ او روس ټایلر ۷۳ ناسوځیدلي منډي جوړي کړي. او هند ته چاهال ۳ او ټاکور ۲ نیوزلېنډي لوبغاړي وسوځول. وروسته هندۍ لوبډلي توپ وهنه پیل کړه.مګر هند ته پیل ښه نه و او د سر ویکټي یي ژر دلاسه ورکړي چي په ۴۸،۳ اورونو کي یي دټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۲۵۱ منډي جوړي کړي او لوبه یي په ۲۲ منډو بایلوده. هند ته جدیجا ۵۵، لایر ۵۲ او نوډیپ سني ۴۵ منډي جوړي کړي. او په نیوزلېنډي توپ اچونکو کي نبیت، سوټي، جمیسن او ګرانډهم ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. دلوبي غوره لوبغاړئ کایل جیمسن وټاکل سو. پدي بریا سره سریز هم دنيوزلېنډ په نوم سو. ددوي ترمنځ وروستۍ یوورځنۍ لوبه راتلونکي سه شنبه ترسره کیږي.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې