لیګونه

نن بېګ باش کي میلبورن او سیډني لوبډلي پایلوبه کوي

داسټرالیا غوره لېګ یا بیګ باش چي د ۲۰۱۹ کال د ډیسمبر په ۱۷ مه پیل سوی و، نن په وروستۍ لوبي سره پایته رسیږي. پدي لیګ کي اتو لوبډلو وي چي دنړۍ قوي لوبغاړي هم لوبډلو ته اخستل سوي وه. ددي لېګ پایلوبه نن د سیډني سکسر او میلبورن سټارز ترمنځ ترسره کیږي، چي دواړه لوبډلي په ګروپي پړاو کي په لومړي او دوهم مقام وي خو وروسته له نیمه پایلوبو ګټلو په پایلوبه کي هم سره مخ کیږي. په یادو لوبډلو کي دنړۍ قوي لوبغاړي لوبیږي چي سیډني سکسر لوبډله کي: جوش پیلیپي ویکټ ساتونکی، جیمز وینس، سټیون سمیت، میوسیس هینري کویس لوبډلمشر، هینریکویس، ډانیل کوګس، جورډن سیلک، سیین ایبوټ، بین ډوارشویس، سټیو اوکیفا، نتن لاین، جوش هزلووډ، جیکسن برډ او لایډ پوپي. او ترڅنګ یي د میلبورن سټارز لپاره: مارکاس سټونس، نیک ماډینسن، نیک لارکن، ګلین مکسویل لوبډل مشر، پیټر هینډسکم، سب ګوچ ویکټ ساتونکی، نتن کولټرنیل، کلینټ هینکلیف، ادم زمپا، ډانیل وورل، حارث روف، جانتن میرلو او بین ډک. نن به یادي دوي لوبډلي هڅه کوي ترڅو د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو بیګ باش کپ په خپل نوم کړي. یاده پایلوبه په سیډني ښار او سیډني کرکټ لوبغالي کي په ۱۲:۴۵ بجو ترسره کیږي.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې