لیګونه

سیډني سکسرز لوبډلې د بیګ باش لیګ اتلولي خپله کړه

د بیګ باش لیګ په پایلوبه کې سیډني لوبډلې له ملبورن لوبډلې سره لوبه وکړه. لوبه په سیډني کې د دوامداره باران له امله نیږدې وه چې وځنډیږي، خو په وروستیو کې پریکړه وشوه چې د 12 اورونو لوبه ترسره شي! سټارز لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه. اوپنر جوش فیلیپ 52 او سټیو سمت 21 منډې جوړې کړې او جورډن 27 رنځ جوړ کړل. سیکسرز لوبډلې په ټاکلو اورونو کې د 5 وکټو په سوځیدو سره 165 منډې جوړې کړې! د

توپ اچوونکو په له ډلې، ناتن لیون او سټیو اوکیفي دوه دوه لوبغاړي وسوځول خو جوش هزلووډ تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه، د هغه په دریو اورونو کې یوازې 18 منډې ورکړې او د اوپنر نیک میډینسن ویکټ یې واخیسته. بالاخره ملبورن لوبډله په دې ونه توانیده چې نوموړی هدف پوره کړي، او لوبه یې سیډنی سیکسرز لوبډلې ته وبایلله

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې