نړیوال کریکټ

د سویلي افریقا او انګستان لوبه بي نتیجي پایته ورسیدل

انګلستان د څلورو ټیسټ، درو یوورځنیو او درو شل اوریزو لوبو لپاره دسویلي افریقا مېلمه دی چي تردي مهاله دټیسټ لوبو سریز ۱-۳ د انګلستان په ګټه پایته رسیدلی او اوس د یوورځنیو لوبو سریز جریان لري لومړۍ لوبه یي کوربه سویلي افریقا په اوو ویکټو وګټل او پرون یي دوهمه یوورځنیو لوبه دباران له امله مساوي اعلان سوه. ددي لوبي پچه انګلستان لوبډلي وګټل او دتوپ اچوني پریکړه یي وکړه چي سویلي افریقا په ۱۱،۲ اورونو کي ۷۱ منډي کړي وي او دوه لوبغاړي یي سوځیدلي وه، افریقا ته هینډریکس ۳۵ ناسوځیدلي، باووما ۲۱ او لوبډل مشر ډیکوک ۱۱ ترنورو ډیري منډي وکړي. او په توپ اچونه کي انګلستان ته جیو روټ او کریس جورډن ۱-۱ افریقایي لوبغاړئ وسوځاوه. خو داچي لوبه کي باران سو اوباران دوام وکړ نو ځکه لوبه بغیر له کومي پایلي مساوي پایته ورسیدل او نمري هم دواړو لوبډلو ته مساوي ورکول سوي. ددوي ترمنځ درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د فبرورۍ نهمه د راتلونکي یکشنبي په ورځ ترسره کیږي.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې