دلوبغاړو په اړه

د راشد خان د موټر په هکله حقیقت معلوم شو!

راشد خان د آسترالیا په بګ بش کې له سیالیو وروسته چې کله خپل کرایه شوی موټر بېرته شرکت ته سپاره، هغوی د راشد خان له نوم، شهرت او حیثیت څخه په استفادې پر دغه موټر د “راشد خان موټر” نوم کېښود چې په لوړ قیمت خرڅ شي. دغه موټر د راشد خان نه بلکه د راشد خان د لوبډلې (Adelaide Strikers) د سپانسر و! راشد خان نن سبا په کرکټ او دنیا کې یو مشهور نوم دی او تجارتي شرکتونه هلې ځلې کوي چې په یو نه یو ډول د هغه له نوم او شهرت څخه استفاده وکړي.
راشد خان په دې هکله وایي: چې شرکت ورڅخه د دغه کار اجازه غوښتې او ما هم ورته اجازه ورکړې. د شرکت د دغه کار هدف دا دی چې د راشد خان په نامه دا موټر په لوړ قیمت خرڅ شي چې په آسترالیا کې په ځنګلونو کې د اور له کبله زیانمنو شویو سره مرسته وشي. څو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې دا خبره ګرمه شوي وه چې راشد خان خپل قیمتي موټر د اسټرالیا خلکو لپاره ډالی کړ! او په ټولنیزو رسنیو کې ورته د خپلو مینوالو له لوري سخت غبرګونونه هم را پاریدلي وو! ځینو داسې انګېرلې چې ګواکي راشد خان خپل دا قیمت بها موټر د آسترالیا په ځنګلونو کې د لګلېدلي اور له زیانمنو شویو سره د مرستې لپاره وقف کړی دی، راشد وايي داسې نه ده. وايي خپل هېواد کې یې ډېر بې وزله شته چې باید له هغوی سره مرستې وکړو.
دا په داسې حال کې ده چې راشد خان د سږ کال په BBL سیالیو کې د غوره لس لوبغاړو په درجه بندی کې راغی! راشد خان د یوه هیټریک په ګډون په هره لوبه کې غوره کاردګي نندارې ته وړاندې کړه!
خو د راشد خان لوبډله له مخکې تګ څخه پاتې شوه او له نیمه فاینل څخه محرومه شوه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې