نړیوال کریکټ

منندر سینګ: کولدیپ یادو د بالینګ عمل کې د تخنیکي نیمګړتیا له امله ګران ثابت شوی

د هند کریکټ ملي لوبډلې چې د نیوزیلینډ په کوربه توب له نیوزیلینډ سره یې پنځه شل اوریزې، درې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ لوبو لړۍ په لاره اچولې ده چې د شل اورېزو لوبو لړۍ د هند کریکټ ملي لوبډلې ترې ۵-۰ وګټله او نیوزیلینډۍ کریکټ ملي لوبډله یې په خپل کور کې وایټ واش کړه. خو مګر د هندۍ لوبډلې توپ اچوونکی کولدیپ یادو د نیوزیلینډ خلاف په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې ۸۴ منډي ورکړي چې د هند کریکټ ملي لوبډلې لپاره توپ اچونه کې نوموړی خورا ګران تمام شو.

کولدیپ یادو چې خپله لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ یې په ۲۰۱۷ م کال کې پیل کړه، چې نوموړی ناڅاپه د خپل پیاوړي توپ اچونې له امله د هند کریکټ ملي لوبډلې یو بریالی توپ اچوونکی ونومول شو. د منندر سینګ پر وینا چې یادو اوسمهال د هند لپاره یو ناکام توپ اچوونکی ثابت شوی دی او علت یې دا دی چې نوموړي پر توپ اچونې لین باندې توپ وهوونکي پوه شوي دي او همدا لامل دی چې له لوبډلې څخه لرې پاتې شوي دی منندر سینګ وویل،”کلدیپ یادو په خپل بالینګ کې تخنیکي نیمګړتیا لري چې باید ژر تر ژره اصلاح شي ترڅو وکولی شي خپل اعتماد بیرته ترلاسه کړي.”
د منندر پر وینا، پر نوموړي د هندۍ لوبډلې باور له هغه وخت راهیسې کم شوي دی. له کوم وخت راهیسې چې هغه په اي پي ایل سیالیو کې خپل ناکامه توپ اچونه ترسره کړې ده. که نوموړی خپل توپ اچونه کې بریالی تمام نه شې نو نوموړی به مخکې تګ څخه پاتې شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې