دلوبغاړو په اړه

سچن ټنډولکر او او یوراج بوشفیر کریکټ باش سیالیو ته رسیدلې دي

د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې دوه پیاوړي لوبغاړي سچن ټنډولکر او یوراج سینګ د اسټرالیا بوشفیر کریکټ باش سیالیو ته رسیدلې دي. د بوشفیر کریکټ باش سیالۍ به د یکشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۹ مه نیټه په میلبورن کې پیل شې. د یادولو ده چې په پیل کې ټاکل شوي وه، دغه سیالۍ به په سیډنې کې پیل شې خو مګر هلته د خرابې هوا له امله یادې سیالۍ په میلبورن کې پلان شوي.

ټاکل شوي ده چې دغه سیالۍ د میلبورن په جنکشن اوول لوبغالي کې ترسره شي. آسټرالیا ته له رسیدو وروسته ، یوراج سینګ په خپل انسټاګرام اکاونټ کې یوه ویډیو شریکه کړه چې پکې هغه د سیډنې کریکټ لوبغالي زاړه یادونه راژوندي کوي. یوراج سینګ د خپرې شوې ویډیو سره لیکلې دي، د جټ لاګ او لوی سړي سره د سیډني کریکټ لوبغالي کې.
د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ په اسټرالیا کې د اور ځپلو سره د مرستې په پار جوړې شوې دي چې دغه اور ځپلو وګړو سره د بیګ باش یا اسټرالیا تجارتې لیګ له لارې هم مرستې وشوې خو په دغو سیالیو کې یو شمېر پیاړو لوبغاړو برخه اخیستې ده تر څو له یادو زیانمنو کورنیو سره مرستې وکړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې