دلوبغاړو په اړه

دنولس کلنو په نړیوال جام کي دافغان لوبغاړو کارکردګي

په سویلي افریقا کي ترسره کیدونکي نړیوال جام کي ۱۶ لوبډلو ګډون کړی و. چي دنړۍ بیلابیلو نوو استعدادونو ملي لوبډلي ته دلار پیداکولو لپاره خپلي وړتیاوي وښودلي. افغان نولس کلنو لوبډلي هم په یاد جام کي اووم مقام ترلاسه کړ خو ځینو ځوانو لوبغاړو خپل استعدادونه په توپ وهنه او توپ اچونه کي وښودل. چي له هغوڅخه دڅو مهمو لوبغاړو یادونه کوو. لومړی غوره لوبغاړی شفیق الله غفاري و چي پنځو لوبو کي یي ۱۶ لوبغاړي وسوځول غوره توپ اچونه یي د ۱۵ منډو مقابل کي د شپږو لوبغاړو سوځول و او د یاد جام په ویکټ اخستونکو کي په لومړي مقام سو. بل افغان لوبغاړې نوراحمد لکڼوال و. لکڼوال هم دسپین بالینګ په برخه کي یو غوره نوم دی چي ۵ لوبو کي یي ۷ لوبغاړې وسوځول. غوره توپ اچونه یي د ۳۰ منډو مقابل کي د ۳ لوبغاړو سوځول و. بل ځوان استعداد او تیز توپ اچونکی فضل حق وو چي ۴ لوبو کي یي ۵ لوبغاړي وسوځول. چي غوره توپ اچونه یي د ۳۳ منډو مقابل کي د ۳ لوبغاړو سوځول و. بل تیز توپ اچونکی عبدالرحمان و چي ۵ لوبو کي یي ۵ لوبغاړي وسوځول او غوره توپ اچونه یي ۴۹ منډو مقابل کي د ۳ لوبغاړو سوځول و. همداسي دتوپ وهني په برخه کي ابراهیم ځدراڼ تر نورو لوبغاړو ښه توپ وهنه کړي وه، چي ۵ لوبو کی یي ۲۴۰ منډي جوړي کړي. او غوره توپ وهنه یي یوه لوبه کي د ۸۷ منډو جوړول و. بل لوبغاړې لوبډل مشر فرحان زاخیل و چي هغه هم ۵ لوبو کي ۱۵۱ منډي جوړي کړي او په یوه لوبه کي یي ښه توپ وهنه ۹۱ منډي جوړول و. همداراز رحمان الله ځدراڼ و چي ۵ لوبو کي یي ۱۱۵ منډي جوړي کړي او غوره توپ وهنه یي یوه لوبه کي د ۸۱ منډو جوړول و. او وروستی غوره توپ وهونکی عبدالرحمان و چي د توپ اچوني ترڅنګ یي ښه توپ وهنه هم وکړل او ۵ لوبو کي یي ۹۵ منډي جوړي کړي او یوه لوبه کي یي ښه توپ وهنه د ۳۰ منډو جوړول و. داهغه افغان ځوانان وه چي تر نورو ځوانو لوبغاړو یي ښه کار کردګي درلوده. د یاد جام پایلوبه راتلونکي یکشنبه د هند نولس کلنو او بنګله دیش نولس کلنو ترمنځ ترسره کیږي.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې