
یونس خان: پاکستان کریکټ بورډ زما 4-6 ملیارده روپۍ پوروړی دی
د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر یونس خان وایي، چې د پاکستان کریکټ بورډ یې ۴.۶ ملیونه پاکستانۍ کلدارې پوروړی دی. هغه پر وینا چې د پاکستان له لوبغاړو سره مرستې ته چمتو دی هغه په ملي جوړښت کې له بدلونونو څخه خوښ دی.
یونس خان چې د خپل وخت یو افسانوې لوبغاړی دی او د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې لپاره یې زیات شمېر سیالۍ لوبولي دي هغه وایي، خوښ یم چې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې سره لوبډلې سره زیات وخت پاتې شوي یم او تل هڅه کوم چې د پاکستان کریکټ لپاره خدمت وکړم. د نوموړي پر وینا دا زما لپاره د ویاړ خبره ده چې د پاکستان لپاره مې کلونه کلونه کریکټ لوبې ترسره کړې دي.
یونس خان په پاکستانۍ لوبډله کې وروستنۍ بدلونونو خوښ دی، او وایي زه امید لرم چې د بدلونونو پایلې ښې وې د یونس خان پر وینا مصباح الحق او عمران خان به د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې لپاره ډېر ښه تمام شې.
