لیګونه

په بیګ باش کي نن هدف ټاکونکي لوبه ترسره کیږي

بېګ باش یا د اسټرالیا غوره لېګ چي دنړۍ له سترو لیګونو څخه دی هرکال د نړۍ د قوي لوبغاړو په ګډون د اسټرالیا په بیلابیلو ښارونو کي ترسره کیږي اوس تر نیمه پایلوبو رسیدلی او نن پکښي مهمه لوبه د میلوبورن سټارز او سیډني تندر ترمنځ ترسره کیږي. په کوالیفایر پړاو کي سیډني سکسر میلبورن سټارز ته ماته ورکړه او سکسر لوبډله پایلوبي ته ورسیده او سیډني تندر په ناک اوټ کي اډیلایډ سټرایکرز ته ماته ورکړه خو داچي میلبورن سټارز په ګروپي لوبو کي لومړی مقام اخستی و، نو ځکه به نن ۱:۱۰ دقیقي په چلنجر پړاو کي له سیډني تندر سره بیا مخ کیږي. ددي لېګ په لومړي پړاو کي ۵۶ لوبي ترسره سوي وروسته څلور لوبي د الیمنيټر، کوالیفایر، ناک اوټ او چلنجر په نامه ترسره سوي چي دنن لوبي ګټونکې لوبډله به د شنبي په ورځ د سیډني سکسر لوبډلي سره په سیډني ښار کي په ۱۲:۴۵ دقیقي پایلوبه کوي.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې