نړیوال کریکټ

پاکستان کریکټ بورډ: لوبغاړي يې تجارتي لوبې کولی شي

لیکنه:رفیق الله سمسور
تېره ورځ د پآکستان کریکټ بورډ غړو او رهبري سره ناسته درلودله، چې پکې يې پرکړه کړې هغه پآکستاني کریکټ لوبغاړي چې له بورډ سره سنټرل کنټکرټ ولري، هم کولی شي، چې د پآکستان تجارتي لیګ پي اس اېل تر څنګ دوه نورو بهرنیو تجارتي لیګونو کې ولوبیږي. د بورډ په خبره دا کار يې د اپریشن څانګې د غوښتنې سره سم وکړ. مخکې تر دې پاکستان هغه ټول لوبغاړي چې له بورډ سره د معاشاتو قرارداد لري، له نورو بهرنیو لیګونو منع کول، چې وروستۍ هڅه يې له لس اوریز لیګ د لوبغاړو منع کول و، چې علت يې ورته کورنۍ لوبې یادې کړې وې. د بورډ دې کار لوبغاړي خفه او خلک يې هم غوسه کړل. د بورډ غړو په دې ناسته کې د اې سي سي یا کریکټ اسیايي شورا د راتلونکي ناستې لپاره هم پلان نیولی. د کریکټ اسیايي شورا په روانه میاشت کې د راتلونکي اسیا جام د ځای د ټاکلو پر هدف ناسته کوي. دا اقدام وروسته تر هغې کیږي، چې کریکټ نړیوالې شورا پاکستان ته د دې پړاو کوربه توب ورکړ، خو سر سخته سیال هند له پآکستان کوربه توب سره حساسیت اخیستی او وايي، هندۍ لوبډله به له خپلې تېرې اتلوالۍ دفاع کوي او کله چې هندۍ لوبډله په دې ټورنمېنټ کې لوبیږي، نو پآکستان به يې کوربه نه وي. ډېر امکان دا دی چې راتلونکی اسیا جام به بنګلادېش کې تر سره شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې