لیګونه

ټام بینټون که په IPL کې ښه وځلیدم، نو په نړیوال جام کې به هم ښه وځلیږم

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې افسانوې لوبغاړي ټام بینټون پر وینا، که چیرې زه په اې پې اېل یا هند غوره لیګ سیالیو کې ښیې لوبې نندارې ته وړاندې کړم نو زه به په نړیوال جام کې کوم چې په اسټرالیا هېواد کې پیلیږي ښه وځلیږم. ټام بینټون په دې باور دی چې هغه به په هند غوره لیګ کې ښیې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

یادولو ده چې ټام بینټون به هند غوره لیګ کې د کولکتې نایټ رايډرز لوبډلې په ګټه ولوبېږي. نوموړی وایي، چې د اې پې اېل سیالیو ته چمتو یم او ښه لوبې به نندارې ته وړاندې کړم. هغه وایي، کله چې زه ځوان وم نو ما هیله لرله چې په اې پې اېل لیګ کې ولوبېږم او اوس زما دا هیله پوره شوي ده.
ټام بینټون د شل اورېز نړیوال جام په تړاو وویل، زه په بشپړ ډول غواړم چې په شل اورېز نړیوال جام کې ولوبېږم، زه له انګلینډ څخه هیله لرم چې ماته په یاد ټورنامنټ کې د لوبېدو فرصت راکړې، اوس مهال اې پې اېل را روان دی که په اې پې اېل سیالیو کې ښه فعالیت وکړم، نو زه کولی شم چې په نړیوال جام کې ځای پیدا کړم. شل اورېز جام سږ کال په اسټرالیا هېواد کې ترسره کېږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې