لیګونه

میلبورن سټارز پایلوبي ته ورسیدل

بیګ باش تجارتي لېګ چي د نړۍ له سترو لېګونو څخه دی پکښي د نړۍ قوي لوبغاړي یودبل خلاف لوبیږي. چي پنځه افغان لوبغاړي هم په بیلابیلو لوبډلو کي یو دبل خلاف ولوبیدل. نن په یاد لېګ مهمه او هدف ټاکونکي لوبه د میلبورن سټارز او سیډني تندر ترمنځ ترسره سول. دنن لوبي پچه میلبورن سټارز وګټل او دتوپ وهني پریکړه یي وکړه، چي په ټاکلو شلو اورونو کي د دوو لوبغاړو په دلاسه ورکولو سیډني تندر ته ۱۹۴ منډي هدف وټاکه، چي سټونس ۸۳ او نیک لارکن هم ۸۳ ناسوځیدلي منډي جوړي کړي. او سیډني تندر ته کریس موریس دوه لوبغاړي وسوځول. د هدف ترلاسه کولو لپاره سیډني پیل په ارامی لوبي وکړ مګر دوي ونه توانیدل چي یاد هدف ته ځان ورسوي چي د اتو لوبغاړو په دلاسه ورکولو یي په شلو اورنو کي ۱۶۶ منډي جوړي او لوبه یي په ۲۸ منډو بایلول. تندر لوبډلي ته روس ۵۸ او نایر ۳۰ ترنورو ډیري منډي وکړي. او سټارز لوبډلي ته پاکستاني تیز توپ اچونکي حارث رؤف ۳، زمپا او کولټرنایل ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. دلوبی غوره لوبغاړۍ نیک لارکن ونومول سو. پدي بریا سره میلبورن سټارز پایلوبي ته ورسیدل او د شنبي په ورځ به د سیډني سکسر خلاف پایلوبه لوبه کوي. پایلوبه په سیډني ښار کي په ۱۲:۴۵ دقیقي ترسره کیږي.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې