دلوبغاړو په اړه

سنجې منجریکر: یواځې کېل راهول کولی شي چې ۳۶۰ درجې توپ وهنه وکړي

له کله راهیسې چې کېل راهول د کریکټ ډګر په ځانګړی توګه د توپ وهنې ډګر ته راغی، نو په ډېره کمه موده کې یې د میه والو پام ځانته را واړه. د یادولو ده چې راهول د نیوزیلنډ پر وړاندې په دې وروستیو کې ښه سیالۍ نندارې ته وړاندې کړې وې او په شل اورېز سیرز کې د هندۍ لوبډلې لپاره توپ وهنې برخه کې ښه تمام شو هندوستان د شل اورېزو لوبو لړۍ 5-0 له نیوزیلینډ څخه وګټله. راهول د نیوزیلینډ پر وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې هم ښه وځلید نوموړي په ۶۴ بالونو ۸۸ ناسوځيدلې منډي وکړي چې د هند کریکټ ملي لوبډلې یاده سیالۍ د 347 منډو جوړولو سره سره بیا هم له لاسه ورکړله. راهول په دغه لوبه کې په پنځم نمبر توپ وهنې ته راغی او شپږ شپږیزې او درې څلوریزې یې ووهلې او هندوستان لوبډله یې تر لوړ هدف پورې ورسوله. هغه د کلدیپ پر توپ د روس ټیلر سټمپ خطا کړ، هماغه وو چې د روس ټیلر 109 ناسوځېدلې منډو کوربه لوبډله بریا ته ورسوله.
د هند پخوانۍ بیټسمین سنجې مانجریکار د هیملټن سیډن پارک کې د راهول د لوبې ستاینه وکړه او هغه یې د 360 درجې بیټسمین وباله. ده وویل: یوازې کېل راهول کولی شي چې 360 درجې توپ وهنه وکړي
راهول د نیوزیلینډ پر وړاندې په ټېسټ نوملړ کې د هندوستان لوبډله کې نه دی انتخاب شوی نوموړي په دې میاشت کې د نیوزیلینډ خلاف د دوه میچونو سیریز لپاره ټیسټ ټیم ته لاره پیدا نکړه. هرشا بوګلې دا هم وویل چې که راهول د اجنکیا رهاني په ځای ټیسټ کې توپ وهنه وکړي نو هغه به هم اسانه وي. راهول وروستی اګست او سپټمبر میاشتو کې په ویسټ انډیز کې په ټیسټ لوبه کې لوبیدلی و.
په ورته وخت کې کوهلي وویل ، نیوزیلینډ په لومړۍ یو ورځینی لوبه کې غوره لوبه وکړه او د خپل سیال ټام لاتم لخوا په 48 توپونو 69 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې هغه وویل چې په منځنۍ اوورونو کې د ټیلر سره د لاتم ملګرتیا نه درېدونکې وه. دوهمه پنځوس اوریزه لوبه به سبا د جمعې په ورځ په نیوزیلینډ کې ترسره شي چیرې چې به هندۍ لوبډله کوشش وکړي چې د دریو لوبو لړۍ یو یو مساوي کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې