نړیوال کریکټ

د نړیوال جام تر پایلوبي دوه آسیایي هیوادونه ورسیدل

دنولس کلنو نړیوال جام چي د جنورۍ له اولسمي په سویلي افریقا کي پیل سوی، چي شپاړس لوبډلو پکښي ګډون کړی وو. یادي شپاړس لوبډلي په څلورو ګروپونو کي یودبل خلاف ولوبیدي. چي له شپاړس څخه اتو دوهم پړاو ته لار ومونده او وروسته له اتو څلورو نیمه پایلوبو ته لار وموندل. چي هند نولس کلنو په نېمه پایلوبه کي پاکستان نولس کلنو ته ماته ورکړه او پایلوبي ته ورسیدل او نن بله نېمه پایلوبه د نیوزلېنډ نولس کلنو او بنګله دیش نولس ترمنځ ترسره سول. دنن لوبي پچه بنګله دیش وګټل او دتوپ اچوني پریکړه یي وکړه چي سویلي افریقا نولس کلنو په پوره پنځوسو اورونو کي د اتو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۲۱۰ منډي وکړي او بنګله دیش نولس کلنو ته یي ۲۱۱ منډي هدف وټاکه. چي دتوپ وهونکو له منځه ویلر ګرینال ۷۵ او لیډسټون ۴۴ منډي جوړي کړي. او په بنګالي توپ اچونکو کي شراف الاسلام ۳ ، شمیم حسین او حسن مراد ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. وروسته بنګله دېش نولس کلنو د هدف په تعقیب لوبه پیل کړه چي د محمدالحسن جوي د سلیزي په مټ یاد هدف ترلاسه او لوبه یي په شپږو ویکټو وګټل. چي په توپ وهنه کي محمدالحسن جوي ۱۰۰، توحید هریدوي او شهادت حسین ۴۰-۴۰ منډي جوړي کړي. دلوبي غوره لوبغاړۍ توحیدالحسن جوي ونومول سو. پدي بریا سره بنګله دیش نولس کلن له بلي آسیایي لوبډلي هند سره پایلوبي ته ورسېدل. سبا به دپنځم مقام لپاره د اسټرالیا او ویسټ انډیز نولس کلنو ترمنځ، په شنبه د پاکستان اونیوزلینډ نولس کلنو ترمنځ د دریم مقام لپاره اوپه یکشنبه د بنګله دیش او هند نولس کلنو ترمنځ لوبي کیږي.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې