افغانستان کریکټ

افغانستان د ایرلنډ پر وړاندې لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کریکټ بورډ غوراوې کمیټې نن د یو خبرې کنفرانس له لارې د خبریالانو پر وړاندې د ایرلنډ پر وړاندې راتلونکې درې شل اورېزو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړله چې له مخې یې به یې یاد اعلان شوي لوبغاړي په هند کې د افغانستان په کوربه توب د ایرلنډ پر وړاندې سیالۍ کې ولوبېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوي وه چې افغانستان کریکټ ملي لوبډله به په ۲۰۲۰ کال کې ایرلنډ کوربه توب سیالۍ ترسره کړې چې د ایرلنډ کریکټ بورډ وار د مخې د یادو سیالیو کوربه توب لغوه اعلان کړ او وویل چې مونږ نه شو کولی د افغان لوبډلې کوربه توب په ۲۰۲۰ کال کې وکړو ایرلنډ کریکټ بورډ یادې سیالۍ د مالي ستونزو له امله لغوه اعلان کړي. چې اوس په مارچ میاشت کې به یې افغان لوبډله د درې شل اورېزو لوبو کوربه توب وکړي.
افغانستان پنځلس کسیزه لوبډله ایرلنډ خلاف: اصغر افغان (لوبډلمشر)، حضرت الله ځاځی، محمد نبي، عثمان غني، رحمان الله ګربز (ویکټ کیپر) راشد خان، کریم جنت، شاپور ځدران، مجېب الرحمن، قېس احمد، نجېب الله ځدران، نوین الخق، ګلبدېن نايب، سمیع الله شینواری او عزمت الله عمرزی شامل دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې