نړیوال کریکټ

کوهلي: نړیوال جام به د IPL په مرسته ترسره کړو

سږ کال د اي سي سي (کریکټ نړیوالې شورا) شل اورېز جام پيلیدونکې دی، چې ټولې لوبډلې یې پر چمتووالي بوختې دي. په ورته وخت کې د هند کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وېرات کوهلي څرګنده کړې ده چې دغه جام ته باید پوره پوره چمتووالی ونیول شي د هغه پر وینا چې شل اورېز جام ته چمتووالي لپاره کافي وخت ته اړتیا ده.

وېرات کوهلي وویل، مونږ باید خپلې پنځوس اوریزې سیالۍ هم ترسره کړو دا د دې معنا نه ده چې ګواګې مونږ شل اوریزې سیالۍ نه لرو مونږ له وړاندې پنځه شل اوریزې سیالۍ ترسره کړې دي او نیوزیلینډ ته مو پکې ماتې ورکړې ده او مونږ په راتلونکې کې هم زیاتې شل اوریزې لوبې لرو او هغه د اې پې اېل شل اوريزې لوبې دي چې نږدې یوه نیمه میاشت به دوام ومومي، زما په اند تېر کال مونږ زیات چمتووالی نه درلود او سږ کال مونږ زیاتې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړې دي او ترسره کوو یې. کوهلي پر وینا چې د اې پې اېل لوبې به مونږ سره په نړیوال جام کې د چمتووالي لپاره ډېره زیاته مرسته وکړي هغه وویل، اې پې اېل خورا رقابتې سیالۍ دي چې او تاسو کولی شئ په ګډه برخه واخلئ. د یادولو ده چې وېرات کوهلي به د ار سي بي لوبډلې لوبډلمشرې پر غاړه ولري.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې