لیګونه

کامران اکمل د چینای لوبډلې مینه وال دی

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی کامران اکمل د هندوستان غوره لیګ مینه وال دی او یاد لیګ کې یې د خوښې وړ لوبډله د چیناي سوپر کېنګز لوبډله ده. اې پې اېل چې د نړۍ ستر لیګ دی او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ورته لوبغاړي پیرل کېږي سږ کال د ۲۰۲۰ میلادي کال لپاره یاد لیګ ته زیات شمېر پیاوړي لوبغاړي پيرل شوي دي چې د افغانستان څخه ورته درې پیاوړي لوبغاړي غوره شوي دي راشد خان او محمد نبي د سنراېزر حېدراباد او مجېب الرحمن بیا د کېنګز الېون پنجاب لوبډلې له لوري ساتل (دوهم ځل) لپاره اخیستل شوي دی.

د یادولو ده چې کامران اکمل څخه وپوښتل شو، اې پې اېل کې مو د خوښې وړ لوبډله کومه ده؟ کامران ورته په ځواب کې ویلې دي چې زما د خوښې وړ لوبډله د اېم اېس ډوهني تر لوبډلمشرۍ لاندې د چینای سوپر کېنګز لوبډله ده. هېره دې نه وې چې کامران اکمل همدغه راز د هند کریکټ ملي لوبډلې دوه نورو افسانوې لوبغاړو ستاینه هم وکړله. کامران اکمل په اوسنې وخت کې وېرات کوهلي ښه لوبغاړی یاد کړ، په داسې حال کې چې هغه د روهېت شرما شپږیزې خوښوي.
کامران اکمل چې په ډيرې لیوالتیا سره لوبډلې ته د وتلو هیله لري او له نږدې دوه لسیزو راهیسې یې په خپل کریکټ کیریر کې ۵۳ ټېسټ، ۱۵۷ یو ورځنۍ او ۵۸ شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې