دلوبغاړو په اړه

هندوستان کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله کې د غریب پلار ځوی په نړیوال جام کې په خپل استعداد لوبیږي

هندوستان کرکټ ملي لوبډله چې په نړۍ کې تر ټولو بهترینه کورنی کرکټ لري ډېر انتخاب کوونکي یې پر خپل مټ او استعداد لوبډلې ته راځي. د کرکټ په نړیوال پنځوس اوریزه جام کې چې په سویلي افریقا هیواد کې ترسره کیږي پکې د هندوستان کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې لپاره اوپنر توپ وهونکی د داسي یو سړي ځوی دی چې پلار یې د سړک پرسر چولې خرڅوې.هندوستان کرکټ نولس کلنې لوبډلې لپاره یاشسیو جایسوال هغه اوپنر توپ وهونکی دی چې پلار یې د سړک پر سر چولې خرڅوې او دایې ډېر کله د کرکټ تر څنګ د خپل پخواني پلار سره کومک کوي.یاشسیو هغه لوبغاړی دی چې د ډېر غریب سړي ځوی دی خو د کرکټ په دونیا کې یې څاری ډېر کم لیدل کیږي.هغه د هندوستان کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې لپاره ۳۱۹ منډې په نړیوال جام کې

ترلاسه کړې. د کرکټ د نړۍ پوهان وایي دا یو ستر حقیقت دی چې هندوستان کې هغه لوبغاړي لوبډلې ته راځي،کوم چې پوره استعداد ولري، د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي ورینډر سهواګ.هم د نوموړي په اړه ویلي دې چې هیڅ کوم لوبغاړی دي خپل همت له لاسه نه ورکوي او د کرکټ په دونیا کې دي ښه خوارې وکړي لکه څنګه چې د سړک د غاړې د چولو اچونکي ځوی کړې.هندوستان ۱۹ کلنه لوبډله د ۲۰۲۰ م کال پای لوبې ته رسیدلي ده.سبا به په دغه جام کې نیوزیلنډ کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله د بنګله دیش لوبډلې سره په دوهمه نېمه پای لوبه کې ولوبیږي

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې