نړیوال کریکټ

نیوزلېنډ له هند څخه د تیرو ماتو غچ واخست

د هند لوبډله د شل اوریزو، پنځوس اوریزو او شل اوریزو لوبو لپاره نیوزلینډ ته تللې ده. مخکي دشل اوریزو لوبو سریز پنځه صفر هند وګاټه چي وروسته له یاد سریز څخه اوس د پنځوس اوریزو لوبو سریز روان دی، چي نن یي لومړۍ لوبه دنیوزلینډ په ګټه پايته ورسیده. دلوبي پچه نیوزلېنډ وګټل اود توپ اچوني پریکړه یي وکړه. هند دڅلورو لوبغاړو په دلاسه ورکولو په پوره پنځوسو اورونو کي نیوزلینډ ته ۳۴۷ منډي هدف ورکړ. هند ته شریاس لایر ۱۰۳، راهول ۸۸ ناسوځیدلي او کوهلي ۵۱ منډي جوړي کړي. او دنیوزلینډ په توپ اچونکو کي سوټي دوه هندي لوبغاړي وسوځول. ورپسي نیوزلینډ دهدف په تعقیب تیزه لوبه پیل کړه چي د روس ټیلر د سلیزي په مټ یي یاد هدف ترلاسه اولوبه یي په ۴ ویکټو وګټل. نیوزلینډ ته روس ټایلر ۱۰۹، نیکولاس ۷۸ او ټام لیتم ۶۹ منډي جوړي کړي او په هندي توپ اچونکو کي کولدیف یادو ۲ نیوزلنډي لوبغاړي وسوځول. دلوبی غوره لوبغاړۍ روس ټایلر وټاکل سو. ددوي ترمنځ بله لوبه د راتلونکي شنبي په ورځ ترسره کیږي.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې