دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

شعیب اختر: پاکستانې لوبغاړي دې یاسوي جایسوال له مبارزو څخه زده کړه وکړي

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې وتلي لوبغاړي شعیب اختر یو ځل بیا پر پاکستانیو لوبغاړو خوله را خلاصه کړله او زیاته یې کړله چې د پاکستان کریکټ نولس کلنو ملي لوبډلې لوبغاړي دې له هندې لوبغاړو زده کړه وکړي په ځانګړي توګه د یاسو جیسوال څخه هغه همدغه راز د هندې لوبډلې ستاینه وکړله.

د اختر پر وینا چې د پاکستان نولس کلنو ملي لوبډله په نولس کلنو نړیوال جام کې پایلوبې ته د وتلو مستحق نه وه اختر وویل، د هندې لوبډلې پیاوړي ډګر ساتنې د پاکستان نولس کلنو ملي لوبډله له ستونزو سره مخ کړله او هند ته یې ماته وخوړله هغه د هند نولس کلنو ملي لوبډلې ته د یادې بریا مبارکې وویله او پر پاکستانیو لوبغاړو یې غږ وکړ چې د یاسوي جیسوال څخه دې پاکستانې لوبغاړي الهام واخلي.
شعیب اختر وایي، “د پاکستان لوبغاړي اړتیا لري چې د جیسوال له تاریخ څخه زده کړه وکړي.” د یادولو ده چې یاسوي جیسوال په IPL (هندوستان پریمیر لیګ) د راجستان رایلز لوبډلې له لوري په ۲.۴ کروړه پیرل شوي دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې