نړیوال کریکټ

سویلي افریقا انګلنډ مات کړ

انګلنډ کرکټ لوبډله د ټیسټ، شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو لپاره سویلي افریقا ته تللي. دټیسټ لوبو سریز انګلنډ دري یو وګاټه او اوس د یو ورځنیو لوبو سریز جریان لري. چي لومړۍ لوبه سویلي افریقا په اوو ویکټو وګټل. سویلي افریقا ټاس وګټۍ او د توپ اچوني پریکړه یي وکړه. انګلنډ لوبډلي د پوره پنځوسو اورونو په لوبولو او د اتو لوبغاړو په دلاسه ورکولو سویلي افریقا ته ۲۵۸ منډي هدف وټاکه، چي دتوپ وهونکو له ډلي جوي ډینلي ۸۷ او کریس ووکس ۴۰ تر نورو ډیري منډي وکړي. او سویلي افریقا ته تبریز شمسي ۳ ویکټي ترلاسه کړي. ورپسي سویلي افریقا توپ وهنه پیل کړه چي دلوبډل مشر ډیکوک د ۱۰۷ او باوما د ۹۸ منډو په مټ د درو لوبغاړو په دلاسه ورکولو یاد هدف ترلاسه او لوبه یي وګټل. دلوبي غوره لوبغاړۍ دسویلي افریقا لوبډلمشر او ویکټ ساتونکې ډیکوک وټاکل سو. د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه لوبه د راتلونکي جمعي په ورځ ترسره کیږي.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې