ولایتي سیالۍ

دریمه درجه ولایتي سیالیو په پنځمه ورځ هم دري لوبي ترسره سوي

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د شلو درېیمه درجه ولایتونو ترمنځ په دریو زونونو کي ۵۰ اوریزه ولایتي سیالۍ رواني دي. ددي لوبو په لړ کې نن لومړۍ لوبه د زابل او اروزګان ولایتونو لوبډلو ترمنځ په کندهار کرکټ لوبغالي کي ترسره سول. چي زابل لوبډلي اروزګان لوبډلي ته د ټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۳۱۹ منډي هدف وټاکه. چي زابل ته علي احمد ۵۶، احمدولي ۴۱ او نوید زابلي ۳۸ منډي جوړي کړي. او ارزګان ته نذیراحمد څلور او شفیع الله دري زابلي لوبغاړي وسوځول. ورپسي ارزګان توپ وهنه پیل کړه، چي په ۳۳ اورونو کي یي د ټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۱۳۵ منډي جوړي او او لوبه یي په ۱۸۳ منډو بایلول. د ارزګان لپاره بشیراحمد ۳۲ تر نورو ډیري منډي جوړي کړي. او زابل لپاره احمد الله او نوید زابلي ۳-۳ لوبغاړي وسوځول. دلوبي غوره لوبغاړې احمدالله وټاکل سو. دغه راز بله لوبه د فاریاب او پکتیکا ولایتونو لوبډلو ترمنځ په خوست لوبغالي کي ترسره سول. لومړۍ توپ وهنه پکتیکا وکړه چي په ۲۷ اورونو کي یي دټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۶۴ منډي جوړي کړي. پکتیکا ته عبدالله ۲۲ تر نورو ډیري منډي جوړي کړي. او د فاریاب په توپ اچونکو کي نورالحق ۵ او زاهد ۴ لوبغاړي وسوځول. ورپسي فاریاب توپ وهنه پیل کړه چي په لسو اورونو کي یي هدف ترلاسه اولوبه یي وګټل. فاریاب ته زاهد ۴۳ او هدایت ۱۶ منډي جوړي کړي. دلوبي غوره لوبغاړۍ زاهد ونومول سو چي څلور لوبغاړي یي سوځولي وه او ۴۳ منډي یي هم جوړي کړي وي. بلخوا درېیمه لوبه د غازي امان الله خان په لوبغالي کي د کوچیانو او کونړ لوبډلو ترمنځ وه. کوچیانو په لومړي وار توپ وهني سره کونړ ته ۳۰۱ منډو هدف وټاکه چي وسیم اکرم ۱۱۳ او عثمان ۴۷ تر نورو ډیري منډي جوړي کړي. او کونړ ته ثناءالله دوه لوبغاړي وسوځول. خو کونړ ونه توانید چي یاد هدف ترلاسه کړي، چي دټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو یي ۲۶۳ منډي جوړي او لوبه یي په ۳۷ منډو بایلول. چي کونړ ته زبیر احمدي ۱۴۸ منډي جوړي کړي. دلوبي غوره لوبغاړۍ وسیم اکرم وټاکل سو. ددي لوبو په دوام سبا هم دري واړه زونونو کي لوبي ترسره کیږي چي سبا به یي وروستۍ ورځ وي.
راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې