دلوبغاړو په اړه

ایان چپل د وېرات کوهلي راز افشا کړ

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پخوانې لوبډلمشر ایان چپل د هندې لوبډلې لوبډلمشر وېرات کوهلي او د هغه د کپتانۍ ستاینه یې وکړله. د چپل پر وینا چې د وېرات کوهلي احساسات په حقیقت کې د هندې لوبډلې لپاره کار کوي. د یادولو ده چې د هند لوبډلې د وېرات کوهلي په لوبډلمشرۍ ۳۳ ټېسټ لوبې وګټلې چې په دې ډول هغه د ټېسټ کریکټ بریالی کپتان ونومول شو.

ایان چپل وایي، کله چې وېرات کوهلي لوبډلمشر شو، ما فکر کاوه چې د هغه ډیر احساساتي مزاج شاید د هغه پر لوبډلمشرۍ منفې اغېزه ولري خو په حقیقت کې هغه ملاتړ ترلاسه کړ هغه همدغه راز وویل وېرات کوهلي ګټونکي ذهنیت رامینځته کولو لپاره د ډېرو نمرو (کریډیټ) مستحق دی ایان چپل د شیرییسا او کېل راهول یادونه هم وکړله چې د دغو ځوانانو لوبغاړو په دردلو سره کوهلي یو بریالی لوبډلمشر ثابت شوي دی.
یادونې وړ ده، د وېرات کوهلي په مشرۍ هندوستان نیوزیلینډ ته د پنځو میچونو شل اورېزو لوبو سیریز کې 5-0 سره ماتې ورکړه. دوی به اوس د درې یو ورځینیو لوبو لړۍ نن پیلیوي او همدغه راز به ورپسې دوه ټېسټ سیالۍ هم ترسره کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې