افغانستان کریکټ

افغانستان په نړیوال جام کی اووم مقام ترلاسه کړ

دنولس کلنو نړیوال جام چي په سویلي افریقا کي جریان لري تردي مهاله تر نېمه پایلوبو رسیدلي او دهند لوبډلي دپاکستان په ماتولو پایلوبي ته هم لارموندلي. نن ددي لوبو په لړ کي افغانستان د اووم مقام لپاره له کوربه سویلي افریقا سره ولوبیدل. د لوبي ټاس سویلي افریقا وګاټه او د توپ وهني پریکړه یي وکړه چي په ۳۹،۳ اورونو کي یي دټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۱۵۳ منډي وکړي او افغان نولس کلنو ته یي ۱۵۴ منډي هدف وټاکه. سویلي افریقا ته جانتن بایرډ ۳۴ تر نورو ډیري منډي وکړي. او په افغان توپ اچونکو کي شفیق الله غفاري ۴، فضل حق ۳ او عبدالرحمن ۲ افریقایي لوبغاړي وسوځول. ورپسي افغان لوبډلي توپ وهنه پیل کړه چي په ۴۰،۲ اورونو کي یي د پنځو لوبغاړو په دلاسه ورکولو یاد هدف ترلاسه او لوبه یي په پنځو ویکټو وګټل. په افغان توپ وهونکو کي ابراهیم ځدراڼ ۷۳ ناسوځیدلي او صدیق الله اتل ۴۰ منډي جوړي کړي. په سویلي افریقایي توپ اچونکو کي موديموکاوني ۲ افغاني لوبغاړي وسوځول. دلوبي غوره لوبغاړې شفیق الله غفاري ونومول سو. پدي بریا سره افغانستان د شپاړس لوبډلو له منځه اووم او سویلي افریقا اتم مقام ترلاسه کړ ددي لوبو په لړ کي په پنجشنبه د نیوزلېنډ او بنګله دېش ترمنځ دوهمه نیمه پایلوبه ترسره کېږي، بله لوبه دجمعي په ورځ دویسټ انډیز او اسټرالیا ترمنځ دپنځم مقام دپاره، د شنبي په ورځ دپاکستان او د دوهمي نېمه پایلوبي د بایلونکي لوبډلي ترمنځ د دریم او څلورم مقام لپاره او دیکشنبي په ورځ د نيوزلېنډ او بنګله دیش ترمنځ ګټونکي لوبډله به د هند سره پایلوبه کوي.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې